اسلام آباد۔06 اپریل(اے پي پي)د افغان طالبان رجیم په سرپرستۍ كښې زياتېدونكې ترهه ګري د منطقې امن واستحکام لپاره لويې خطر ګرځېدلے دے ، د طالبان رجیم د اړخه د فتنه الخوارج پشمول نړيوالو ترهه ګرو تنظیمونو ته په افغانستان كښې سازګار ماحول وركړے كېږي ۔نړيوالې جریدې افغانستان كښې د ترهه ګرو شتوالے او د طالبان رجیم د فتنه الخوارج سره جوړه جاره بې نقابه كړې ده ۔ د سري …
د افغان طالبان رجیم په سرپرستۍ كښې زياتېدونكې ترهه ګري د منطقې امن و استحکام لپاره لويې خطر ګرځېدلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔06 اپریل(اے پي پي)د افغان طالبان رجیم په سرپرستۍ كښې زياتېدونكې ترهه ګري د منطقې امن واستحکام لپاره لويې خطر ګرځېدلے دے ، د طالبان رجیم د اړخه د فتنه الخوارج پشمول نړيوالو ترهه ګرو تنظیمونو ته په افغانستان كښې سازګار ماحول وركړے كېږي ۔نړيوالې جریدې افغانستان كښې د ترهه ګرو شتوالے او د طالبان رجیم د فتنه الخوارج سره جوړه جاره بې نقابه كړې ده ۔ د سري لنکن جریدہ سری لنکا ګارډین تر مخه طالبان رجیم كښې افغانستان د ترهه ګرو لپاره يو داسې محفوظه پناہ ګاہ ګرځېدلې د چرته نه چې هغوي د پولې پورې د ترهه ګرۍ تشدد لرونكې کارروائۍ كوي ،د ملګرو ملتونو تر مخه د افغان طالبان رجیم د ترهه ګرو پټې مرستې څخه په ټوله منطقه كښې ترهه ګري خپرېږي ۔ د سري لنکا ګارډین تر مخه فتنه الخوارج د افغان خاورې څخه په پاکستان بريدونو كښې ككړه ده او د القاعدہ او داعش غوندې ډلې اوس هم افغانستان كښې شته ۔ د ۔سري لنکن جریدہ انکشاف کړے دے چې افغان طالبان او د فتنه الخوارج تاریخی و نظریاتي مراسم د 2021 نه پس کمزوري كېدو په ځائے لا خطرناک شوي دي ،طالبان رجیم افغان خاوره د نورو هېوادونو خلاف د نه كارولو وعده كوي خو نړيوالې ادارې مسلسل د دغې ادعاګانو تردید كوي ۔ د پوهانو تر مخه افغان طالبان رجیم د ترهه ګرۍ په سهولت کارۍ د پولي پورې ترهه ګرۍ ته وده وركوي په كومه چې د منطقې امن په داؤ لګېدلے دے ، د ترهه ګرو مرسته ، د بشري حقونو سنګینې خلاف ورزۍ او د سر زورۍ پالېسيو د لاسه افغان طالبان رجیم د نړيوالې تنهائۍ ښكار دے۔











