اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت په موجوده معاشي حالاتو كښې په اولس اضافي بار اچولو نه ډډه كوي٬ د رېلوے نظام ښه كولو سره دې په آمدن كښې زياتوالے وكړے شي۔ دا خبره ده د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره كړې چا چې دوي سره د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان …
حکومت په موجوده معاشي حالاتو كښې په اولس زياتي بار اچولو نه ډډه كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت په موجوده معاشي حالاتو كښې په اولس اضافي بار اچولو نه ډډه كوي٬ د رېلوے نظام ښه كولو سره دې په آمدن كښې زياتوالے وكړے شي۔ دا خبره ده د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي سره كړې چا چې دوي سره د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د پاکستان ريلويز په مجموعي کارکردګي، په روان اصلاحات او د سباٶن په منصوبو تفصيلي خبرې وشوې۔ د رېلوے وزير وزيراعظم ته د پاکستان رېلويز په آپريشنل چارو بريفنګ كښې ووئيل د خليج په صورتحال كښې په اولس د اضافي بار له امله اولسي سهولت له په ګرد هېواد كښې د فعاله رېل ګاډو په كرايه كښې كومه اضافه نه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل حکومت په موجوده معاشي حالات كښې په اولس اضافي بار اچولو نه ډډه كوي او د رېلوے نظام دې لا ښه او آمدن نور زيات كړے شي۔ وزيراعظم پاکستان رېلويز په جديد، محفوظ او د باور وړ په سفري نظام بدلولو لپاره د اصلاحاتي اقدامات د تندولو امر وكړو۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې حکومت د اولس خېر ښګرې په اېجنډا كار كوي او د ټولو ادارو كاركردګي ښه كولو سره به هېواد د پرمختګ په لاره روانولې شي۔ وزيراعظم د رېلوے وزير ته امر وكړو چې د رېلوے روانې منصوبې په وخت تر سرعه كول باوري كړئ او اولس ته د سفر بهتر، محفوظ او ارزان سهولتونه وركولو لپاره ټول وسائل استعمال كړئ۔








