آپریشن غضب للحق په مهال د افغان طالبانو 796 اهلكار مړه، 1043 څخه زيات ژوبل شوې۔ د اطلاعاتو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ آپریشن ”غضب للحق“ په حقله په ”ایکس پوسټ“

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د آپریشن غضب للحق په مهال د 5 اپرېل 2026ء ماښام تر 5 بجو د فتنہ الخوارج / افغان طالبانو 796 اهلكار مړه او 1043 څخه زيات ژوبل شوې دي۔ د اطلاعاتو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ د اتوار په ورځ د سماجی رابطے په پلیٹ فارم ”ایکس“ په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې د آپریشن غضب للحق په مهال د افغان …

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د آپریشن غضب للحق په مهال د 5 اپرېل 2026ء ماښام تر 5 بجو د فتنہ الخوارج / افغان طالبانو 796 اهلكار مړه او 1043 څخه زيات ژوبل شوې دي۔ د اطلاعاتو وفاقی وزیر عطاء اللہ تارړ د اتوار په ورځ د سماجی رابطے په پلیٹ فارم ”ایکس“ په خپل يو پوسټ كښې وئيلي چې د آپریشن غضب للحق په مهال د افغان طالبانو 286 پوستې تباہ شوې دغسې 44 په قبضه كښې اخستلې شوي۔ په دې مهال 249 ټانكونه ، بکتر بند ګاړي ، توپی او ډرون تباہ کړې شوي۔ افغانستان كښې 81 ترهه ګځرو او د هغوي د سهولت کارو ژالي په ښه ډول په نښه شوي۔د دې كاروائيو په مهال د 3 اپرېل په شپه غلام خان سیکټر كښې په سرحدی چوکی د افغان طالبانو/فتنه الخوارج د اړخه د بريد هڅه شنډه شوي چې پكښې هغوي پخپله د لوئ زيان سره مخ شوي او د هغوي 37 اهلكار مړه او 80 څخه زيات ژوبل شوي۔