اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د قانون و انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ پاکستان او ټوله نړۍ كښې مسيحي ورورولۍ له د ايسټر په موقع مبارکي وركړې ده۔ جاري شوې پيغام كښې د قانون وزير ووئيل دا ورځ د اميد، د ژوند د تجديدِ او ستونزو په وړاندې د ايمان د طاقت پيغام راكوي۔زمونږ په ژوند كښې همدردي ، صبر او مهرباني خپلولو …
سينيټر اعظم نذير تارړ مسيحي ورورولۍ له د ايسټر مبارکي وركړه
اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د قانون و انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ پاکستان او ټوله نړۍ كښې مسيحي ورورولۍ له د ايسټر په موقع مبارکي وركړې ده۔ جاري شوې پيغام كښې د قانون وزير ووئيل دا ورځ د اميد، د ژوند د تجديدِ او ستونزو په وړاندې د ايمان د طاقت پيغام راكوي۔زمونږ په ژوند كښې همدردي ، صبر او مهرباني خپلولو ترغيب راكوي۔ده ووئيل د پاکستان طاقت د دې په متنوعيت كښې دے۔مسيحي ورورولي د هېواد پرمختګ او سوكالۍ كښې معنیٰ لرونكې کردار ترسره كوي او د هغوي د خذمات قدر کيږي۔ اعظم نزير تارړ ووئيل د يو قام په حيث مونږ د ټولو وګړو لپاره غير د څه فرق مساوات، حقونو حفاظت او احترام باوري كولو له لوظي يو۔مسيحي کميونټي ته دې برکت لرونكې او امناكه ايسټر مبارك وي۔









