سيالكوټ 05 اپريل (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف ټولي ضلعې لپاره د اربونو روپو لويو پرمختيائي پروژو پرانسته وكړه۔د پرانستي دستوري په موقع ميډيا سره خبرو كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل د پنجاب وزير اعلیٰ مريم نواز په خاص پام لرني ښار كښې پرمختيائي كارونو پيكج وركړې شوي،راروانو درې كلونو كښې به د اقبال ښار شكل و صورت كښې ښكاره بدلون راشي۔ده ووئيل …
د دفاع وزير خواجه محمد آصف سيالكوټ كښې د اربونو روپو لويو پرمختيائي پروژو پرانسته وكړه
سيالكوټ 05 اپريل (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف ټولي ضلعې لپاره د اربونو روپو لويو پرمختيائي پروژو پرانسته وكړه۔د پرانستي دستوري په موقع ميډيا سره خبرو كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل د پنجاب وزير اعلیٰ مريم نواز په خاص پام لرني ښار كښې پرمختيائي كارونو پيكج وركړې شوي،راروانو درې كلونو كښې به د اقبال ښار شكل و صورت كښې ښكاره بدلون راشي۔ده ووئيل د پرمختګ دا مزل به د مريم نواز په مشرۍ كښې روان وي،راتلونكو ټولټاكنو كښې به يو داسې رپورټ كارډ راوړلو سره راځو چې پكښې به هېواد د پرمختګ په لاره روان شي۔د دقاع وزير هند له ښكاره پيغام وركولو سره ووئيل هند د ويري ښكار دې،هند د پهلګام په شان فالس فليګ آپريشن وكړو نو مونږ به تر كلكته رسيدو سره راځو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف د پرمختيائي پروژو په اړه ووئيل په دې پيكج كښې د اقبال منزل اړخونو 16 اربه روپو څخه زيات لګښت د ښكلا منصوبه هم شامل ده،د ښار د صفائي او نظام ښه والي لپاره 64 كروړه روپو جديد مشينرۍ منظوري وركړې شوي۔تير كال سېلاب له امله شوې تباهۍ ترمخه د ښار د نالو د تعميرِ نو كار تندۍ سره روان دے دغسې چې سيالكوټ په مستقل ډول محفوظ شي۔ تاريخي ورثے بحالۍ لپاره په قلعه سيالكوټ د 30 كروړه روپو لګښت سره پارك دغسې اقبال منزل په اپ ګريډيشن به 10 كروړه روپۍ خرڅ كولې شي۔ښار كښې 380 ډسپوزل اسټيشنز جوړولو سره به د اوبو د نكاسۍ مسئلې هم حل شي۔د دفاع وزير د مينځني ختيز په صورتحال د تشويش څرګندوني سره ووئيل د ايران اسرائيل جنګ اثرات څخه بچ كيدو لپاره لوئ فنډز ته اړتيا ده۔









