لاهور 05 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ډيجيټل والټس د لارې په سپيځلي ډول د مسافرو بسونو له يو لاكھ روپۍ او مني بسونو او ويګنونو مالكانو له 40 زره روپۍ د مياشتي سبسډي وركړې كيږي دغسې چې په كرايانو كښې زياتوالې ونه شي، د خوراك څښاك څيزونو بيعو كښې زياتوالي مخنيوي لپاره ټركونو له 70 زره، لوئ مال وړونكو ګاړو له 80 زره دغسې …
د مسافرو بسونو له يو لاكھ روپۍ او مني بسونو او ويګنونو له 40 زره روپۍ د مياشتي سبسډي وركړې كيږي،په دې سخت وخت كښې به اولس يواځې نه شي پرېښودلې۔وزير اعظم شهباز شريف په پټروليم سبسډي د پيشرفت جاج اخستلو غونډي ته وينا
لاهور 05 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ډيجيټل والټس د لارې په سپيځلي ډول د مسافرو بسونو له يو لاكھ روپۍ او مني بسونو او ويګنونو مالكانو له 40 زره روپۍ د مياشتي سبسډي وركړې كيږي دغسې چې په كرايانو كښې زياتوالې ونه شي، د خوراك څښاك څيزونو بيعو كښې زياتوالي مخنيوي لپاره ټركونو له 70 زره، لوئ مال وړونكو ګاړو له 80 زره دغسې ډيليوري وينز له 35 زره روپۍ د مياشتي سبسډي فراهم كړې كيږي۔ ده د اتوار په روځ په خپله مشرۍ كښې په غونډه كښې خبري كولې چې پكښې منطقه كښې اوسني تاؤ ترېښوالي په مهال پيټروليم مصنوعات په اړه حكومت د اړخه د سبسډي په نفاذ د پيش رفت جاج واخستلې شو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د سبسډي په وركولو د پيش رفت څخه خبرولو سره سره هېواد كښې د تيلو پانګو او په كھپت هم بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف غونډي ته ووئيل ډيجيټل والټس د لارې په سپيځلي ډول د مسافرو بسونو له يو لاكھ روپۍ او مني بسونو او ويګنونو مالكانو له 40 زره روپۍ د مياشتي سبسډي وركړې كيږي دغسې چې په كرايانو كښې زياتوالې ونه شي، د خوراك څښاك څيزونو بيعو كښې زياتوالي مخنيوي لپاره ټركونو له 70 زره، لوئ مال وړونكو ګاړو له 80 زره دغسې ډيليوري وينز له 35 زره روپۍ د مياشتي سبسډي فراهم كړې كيږي۔ده د سبسډي روپو په سمدستي توګه وركولو سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل كومه سبسډي چې د ګل ورځ څخه وركړې كيده،هغه به زما په سپارښتنه د خالي په ورځ د رخصتۍ ورځ څخه وركول پيل شوې۔ د دې سبسډي وركولو لپاره ټول صوبائي حكومتونو د اړخه ټرك، بس او مال وړونكي ګاړو تفصيلات وفاقي حكومت له وركړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان حكومت د اړخه قومي پيكيج لپاره ترسره شوې روپۍ جمع كړې شوي كوم چې د ستائنې وړ دې۔د د بلوچستان وزير اعليٰ سرفراز بګټي په دې لړ كښې په خاص توګه مننه كولو سره هيله څركنده كړه چې پاتي صوبې به هم دې پيكج لپاره زر تر زره ترسره شوې روپۍ جمع كړي۔ وزيراعظم ووئيل تيرو درې اوونو كښې 129 اربه روپۍ عوامي ريليف پيكيج وركړې شوې،په دې سخت وخت كښې به اولس يواځې نه شي پرېښودلې۔ وزيرِاعظم ووئيل پيټرول ليوي كښې په سمدستي توګه يو ليټر كښې 80 روپۍ كمي كولو سره اولس له ريليف وركړې شوې۔ وزيرِاعظم ووئيل په دې سخت وخت كښې چې څورمه هم ممكن وه،اولسي ريليف اقدامات شوې او نور به هم كولې شي۔د غونډي په مهال بريفنګ كښې ووئيل شول چې د هېواد ضروريات پورا كولو لپاره د تيلو مناسب پانګي شته۔ غونډي ته د انټيليجنس بيورو د اړخه حكومتي كفايت شعارۍ او سادګۍ اقدامات په نفاذ رپورټ هم وړاندې كړې شو۔په غونډه كښې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو ډاكټر مصدق ملك، عطاء الله تارړ، علي پرويز ملك، احد خان چيمه، محمد اورنګزيب، احسن اقبال، شزه فاطمه خواجه، وزيرِ مملكت بلال اظهر كياني، خاص مرستيالو طلحه بركي، طارق باجوه، ډي جي آئي بي او اړوندو چاروتاكو ګډون وكړو۔









