صدر مملکت پاکستان كښې مېشته مسیحی وګړو او د ټولي نړۍ مسیحی ورورولۍ له په ایسټر مبارکي وركړه

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت پاکستان كښې مېشته مسیحی وګړو او د ټولي نړۍ مسیحی ورورولۍ له په ایسټر مبارکي وركولو سره ووئيل دا ورځ د همدردۍ، امید، تجدید، بيا د سره د ژوند، تازګۍ ، نجات،د ژوند په مرګ او ښه والې په خرابۍ د فتح ښكاره پیغام وركوي،پاکستان كښې دا اقدار يواځې نظریاتی نه بلكه عملي ژوند كښې په نظر راځي، مسیحی وګړي زمونږ …

اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت پاکستان كښې مېشته مسیحی وګړو او د ټولي نړۍ مسیحی ورورولۍ له په ایسټر مبارکي وركولو سره ووئيل دا ورځ د همدردۍ، امید، تجدید، بيا د سره د ژوند، تازګۍ ، نجات،د ژوند په مرګ او ښه والې په خرابۍ د فتح ښكاره پیغام وركوي،پاکستان كښې دا اقدار يواځې نظریاتی نه بلكه عملي ژوند كښې په نظر راځي، مسیحی وګړي زمونږ اسکولونو، روغتونونو ، سرکاری خذمات او وسله والو كښې خذمات ترسره كوي،د هغوې خذمات زمونږ د ټولني د معمول د نظام برخه ده او دغه د اعتراف او احترام مستحق دي۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر زرداری ووئيل د پاکستان مسیحی وګړو د هېواد لپاره د هغوي خذمات د قدر وړ او د احترام په سترګه كتلې شي۔مونږ نن هم د پنجاب اسمبلۍ مسیحی اسپیکر اېس۔ پی۔ سنګھا پاکستان كښې تاریخی کردار ياد ساتو۔ هر پاکستانې د 1965 جنګ كښې د سیسل چوهدری د مړاني کردار ياد ساتي۔زه د پاکستان مسیحی ورورولۍ قومی پرمختګ كښې په پرله پسې خدمات، په خاص توګه تعلیم، صحت، قومی دفاع او سماجی خدمات په څانګو كښې كردار ستايم۔قائداعظم محمد علی جناح د ریاست لپاره يو ښكاره اړخ متعین کړې ؤ، كوم چې د ټولو وګړو لپاره مذهب او نسل څخه ځانله په مساوات، آزادۍ او تحفظ اډانه دے۔دا اصول د پاکستان په آئین كښې شامل دي،كوم چې ټولو وګړو له برابر حقوق او د تحفظ ضمانت وركوي۔صدر زرداری ووئيل زه د دې خبري پخلې كوم د ریاست ذمه واري ده چې په پاکستان كښې ټولي ورورولۍ د خپلو حقونو څخه په بشپړه ډول استفاده كوي۔ حکومت د اقلیتی ورورولۍ د ځان ، مال، عزت او سلامتیا تحفظ او د هغې ښېګړے لپاره لوظي دے۔