پېښور ،عوامی نېشنل پارټۍ د باچا خان اوونۍ لمانځلو اعلان

پېښور 17 جنوري (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ ( اے این پی) خېبر پښتونخوا صدرمیاں افتخار حسین وئيلي دي د باچا خان 38مي او د قائد جمهوریت خان عبدالولي خان 20مي كليزې په مناسبت سره به د باچا خان اوونۍ 2026 دستوري په 20 جنوري پېل كيږي، باچا خان مرکز پېښور كښې به سهار 10 بجې د ختم القرآن اهتمام کولې شي، د باچا خان ټرسټ سي اي …

پېښور 17 جنوري (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ ( اے این پی) خېبر پښتونخوا صدرمیاں افتخار حسین وئيلي دي د باچا خان 38مي او د قائد جمهوریت خان عبدالولي خان 20مي كليزې په مناسبت سره به د باچا خان اوونۍ 2026 دستوري په 20 جنوري پېل كيږي، باچا خان مرکز پېښور كښې به سهار 10 بجې د ختم القرآن اهتمام کولې شي، د باچا خان ټرسټ سي اي او او مرکزي صدر اے این پی ایمل ولي خان به د ورځي 12 بجې په رسمي توګه د دستورو پېل كوي۔ د پرانستې دستوره كښې به ننګیالے پښتون سالاران ملي سرود سره سلامي او پریډ وړاندې كوي، دستورو كښې به د كتابونو، آرټ، فن پارو، روایتي او ځائي ملبوسات پشمول نور سټالونه هم لګولې شي۔د دستوري په دويم سېشن كښې به باچا خان ریسرچ سنټر تر سيوري لاندي د شائع كيدونكو نوو کتابونو مخ كتنه كيږي۔دستوري ته به مرکزي صدر ایمل ولی خان او نور لارښود خصوصی خطاب کوي او خپلو اکابرینو ته به پيرزوئنې وړاندې كوي۔ میاں افتخارحسین د صوبې ټولو ضلعو ته سپارښتنه كړي چې ضلعي ذمه وار او کارکنان خپلو اړوندو ضلعو كښې د خپلو اکابرینو بخښني لپاره د ختم القرآن خصوصی اهتمام وكړي، هغه ووئيل په 23 جنورۍ به مونږ خپلو اکابرینو ته پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره چارسدہ كښې د اے این پي خېبرپښتونخوا تر سيوري لاندي لويه جلسه كوو۔

مزید خبریں