لندن 19 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص ريليف سکيم له مخې په ټول هیواد كښې پټرول سل روپی د ليټر په رعايتي بیعه ورکړه روانه ده .٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ګرد هېواد څخه د سكيم په اړه د تر لاسه شوو رائيو په رڼا كښې يوه بله مهمه پرېكړه وکړه .د وزيراعظم په امر به اوس د پنځو ليټرو نه په لږو پټرولو موټرسائيكلز٬ چنګ چي او …
د وزيراعظم خاص ريليف سکيم په ټول هیواد كښې په كاميابي سره پیل شو

مزید خبریں
لندن 19 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم خاص ريليف سکيم له مخې په ټول هیواد كښې پټرول سل روپی د ليټر په رعايتي بیعه ورکړه روانه ده .٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف ګرد هېواد څخه د سكيم په اړه د تر لاسه شوو رائيو په رڼا كښې يوه بله مهمه پرېكړه وکړه .د وزيراعظم په امر به اوس د پنځو ليټرو نه په لږو پټرولو موټرسائيكلز٬ چنګ چي او ركشو ته په يو ټوكن په اوونۍ كښې 500 روپۍ رعايت ترلاسه كېږي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په اوونۍ كښې به يو ټوكن جاري كېږي او په مياشت كښې به په مجموعي توګه څلور ټوكن جاري كولې شي٬ په سکيم كښې تر 800 سي سي ګاډو استعمالوٶنكي به په لس ورځو كښې په لس ليټره پټرولو دغه رعايت ترلاسه كولې شي دغسي په يوه مياشت كښې به د لس ليټره پټرولو درې ټوكن جاري كولو سلسله جاري وي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د دې نه وړاندې سكيم لپاره ريليف ترلاسه كوٶنكې اهل كسانو لپاره د رجسټريشن ميسج بېخي فري كولو اعلان كړې ٶ۔ د وزيراعظم فيول ريليف سکيم كښې به شل كاله پخواني موټر سائيكلز٬ ركشو او چنګ چي د شاملولو امر كړې ٶ چې عملدرامد پرې پېل شوے دے٬ د جنورۍ وړومبۍ نيټې كال 2006 نه وروسته رجسټرډ ټولې موټر سائيکلې، رکشے، چنګ چي به د وزيراعظم په فيول ريليف سکيم كښې رجسټرېشن لپاره اهل وي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ريليف سکيم د هر اړخ خپله نګراني كوي٬ د وزيراعظم سکيم څخه د مستفيد كېدونكو دائره كار پراخه كول او د پټرولو په عزت او آسانۍ سره او د كوم خنډ نه غېر د رعايت باوري كولو امر كړے دے.










