اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د ’’بلوچستان لپاره يو اېس ایچ او پوره دے ‘‘ په اړه د بیان وضاحت کښې ووئيل د اېس ایچ او په اړه د خبري بله برخه دا وه چې دا خبره په علامتی توګه كوم دغسې قصداًٰ زما د بيان يوه برخه وړاندې كړې شوې۔د جمعې په ورځ د پرېس کنفرنس په مهال د …
د بلوچستان په اړه زما د بيان يواځې يوه برخه په بدنیتۍ سره وړاندې كړې شوې،زما د نوټس څخه وړاندې پولیس د داروګانو کنټینرز پرېښودے ؤ۔محسن نقوی

مزید خبریں
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د ’’بلوچستان لپاره يو اېس ایچ او پوره دے ‘‘ په اړه د بیان وضاحت کښې ووئيل د اېس ایچ او په اړه د خبري بله برخه دا وه چې دا خبره په علامتی توګه كوم دغسې قصداًٰ زما د بيان يوه برخه وړاندې كړې شوې۔د جمعې په ورځ د پرېس کنفرنس په مهال د يوې پوښتني وضاحت كښې د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی ووئيل ما دا خبره كړې وه چې زمونږ امنيتي ځواكونه بهادر او همت لرونكي دي، يو اېس ایچ او حالات سمولې شي،زما بله خبره دا وه چې ما دا خبره په علامتی توګه كوله خو د بده مرغه زما د خبري بله برخه نه ده وړاندې كړې شوي۔د بانی پی ټی آئی د صحت په اړه د پوښتني په ځواب ده ووئيل د باني پي ټي آئي د صحت په حقله چې څومره فكر د هغه د كورنۍ سره دے دومره د حكومت سره هم دے، شفا انټرنېشنل هسپتال ته د نه منتقل كولو په وجه ضلعې انتظامیې ځواب عدالت كښې جمع كړے۔ وفافي وزير محسن نقوی ووئيل معامله په عدالت كښې ده په دغه وجه زياته خبره نه كوم۔ د داروګانو کنټینرز په اړه د پوښتني ځواب كښې ده ووئيل زما د نوټس څخه وړاندې پولیس د داروګانو کنټینرز پېښودے ؤ۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چا سره هم د کنټینر د كتلو صلاحیت نشته ٬ څنګه چې ډرائیور ووئيل دا د داروګانو کنټینر دے نو پولیس هغه پرېښودلو،زما د نوټس څخه وړاندې د داروګانو کنټینرز پرېښودلے شوے ؤ








