اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د نيپال حکومت او اولس ته د نيپال په قامي او دستور ورځ مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د نيپال صدر رام چندر پاوډل په نامه خپلې چيټۍ كښې صدر آصف علي زرداري ووئيل د پاکستان او نيپال ترمېنځه په شريك احترام٬ باور او په …
صدر مملكت آصف علي زرداري نيپال ته په دستور او قامي ورځ مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د نيپال حکومت او اولس ته د نيپال په قامي او دستور ورځ مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د نيپال صدر رام چندر پاوډل په نامه خپلې چيټۍ كښې صدر آصف علي زرداري ووئيل د پاکستان او نيپال ترمېنځه په شريك احترام٬ باور او په خېرسګالۍ اډانه اړيكې موجود دي كومو ته چې د دواړو هېوادونو اولسونو ترمېنځه د دوستۍ د خپلولۍ څخه لا وده ترلاسه كېږي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان نيپال سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او نيپال سره دوه اړخيزه٬ سارك او په نورو ګڼ اړخيزه فورمونو مرستې ته په درنه سترګه ګوري۔ ده دا باور څرګند كړو چې د پاکستان او نيپال ترمېنځه د دوستۍ اړيكې د دوړو هېوادونو او اولسونو په شريكه ګټه به په راتلونكو كلونو كښې لا پراخه شي۔










