د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاور سيکټر اصلاحاتو لپاره د جوړې كړې شوې كمېټۍ دوېمه غونډه

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاور سيکټر اصلاحاتو په اړه د وزيراعظم جوړې كړې شوې كمېټۍ خپل كار ترسره كړو۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاور سيکټر اصلاحاتو لپاره د جوړې كړې شوې كمېټۍ دوېمه غونډه …

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاور سيکټر اصلاحاتو په اړه د وزيراعظم جوړې كړې شوې كمېټۍ خپل كار ترسره كړو۔ د جمعې په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاور سيکټر اصلاحاتو لپاره د جوړې كړې شوې كمېټۍ دوېمه غونډه  شوې ۔ په غونډه كښې د جاري نجکاري اقداماتوپه تناظر كښې د ريګوليټري ادارو خپلواكي او موثريت  لا قوي كولو لپاره په بېلو اقداماتو تفصيلي غور وشو او د صارفينو د مفاداتو تحفظ ته هم خاص پام وكړې شو۔ په غونډه كښې د سفارشاتو په يوه مجموعه اتفاق وشو او دې سره كمېټۍ ته سپارلې وركړې شوې كار بشپړو شو۔ د كمېټۍ چيئرمېن د ټولو غړو په فعاله ګډون او قېمتي تجويزونو او معاونت د دوي مننه وكړه او د دوي د هلو ځلو ئې ستائنه وكړه۔ په غونډه كښې د قانون و انصاف، د توان وزيرانو او د وزيراعظم پري ويژولائزيشن، نيشنل کوآرډينيټر-اېن سي اېم سي، خاص مرستيال طارق باجوہ، د كابيني سيکرټريز، د قانون او پاور ډويژنز پشمول د اړوند وزارتونو او ډويژنونو لوړ پورو ګډون كولو

مزید خبریں