وهاټ 18 ستمبر (اے پي پي) په کوهاټ كښې د پخواني پوليس لائنز په حدودو كښې په جومات كښې د جمعې لمونځ په مهال د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې لږ نه لږه 17 كسان چې پكښې 5 پوليس اهلكار هم شامل دي مړه او 73 كسان ژوبل شوي۔ د ډي اېچ كيو كوهاټ اېم ډي ډاکټر طاهر علي شاه اے پي پي ته ووئيل چې د بريد له امله …
کوهاټ٬ د پخواني پوليس لائنز په جومات ځانمرګي بريد٬ 17 كسان مړه٬ 73 ژوبل

مزید خبریں
وهاټ 18 ستمبر (اے پي پي) په کوهاټ كښې د پخواني پوليس لائنز په حدودو كښې په جومات كښې د جمعې لمونځ په مهال د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې لږ نه لږه 17 كسان چې پكښې 5 پوليس اهلكار هم شامل دي مړه او 73 كسان ژوبل شوي۔ د ډي اېچ كيو كوهاټ اېم ډي ډاکټر طاهر علي شاه اے پي پي ته ووئيل چې د بريد له امله 17 كسان مړه او د 73 په روغتون كښې درملنه روانه ده چې پكښې 15 اندېښمن كسان پېښور ته منتقل كړې شوې دي۔ د خېبر پښتونخوا پوليس مشر انسپکټر جنرل ذوالفقار حميد ميډيا ته ووئيل چې د ابتدائي اطلاعاتو له مخې د بارودو نه ډك ګاډې پوليس لائنز سره ټكر كړې شوې چې پكښې نتيجه كښې ئې جومات كېښناستو٬ د چاٶدنې نه وروسته د پوليس او ترهګرو ترمېنځه د ډزو تبادله هم شوې۔ د چاٶدنې نه وروسته هنګو كوهاټ سړك هر ډول ټرافېك لپاره بند كړې شوې٬ ده ووئيل چې د چاٶدنې په نتيجه كښې جومات ته سخت زيان رسېدلے۔ د يادونې وړ ده چې رېسكيو 1122 ٬ پوليس او ځائي كسانو د مرستې په كارروائيو كښې برخه اخستې او مړي او ژوبل شوي كسان ئې نزدې روغتونونو ته منتقل كړي۔









