اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم اسحق ډار د اپوسټيل او دستاويزات د تصديق نظام په اړه د ميډيا رپورټ نوټس اخستو سره د خارجه وزارت د دستاويزاتو د تصديقي نظام تحقيقاتو لپاره درې كسيزه انکوائري کمېټي جوړه كړې٬ د کمېټۍ کنوينر به د پټروليم سيکرټري حامد يعقوب شېخ او د قانون سيکرټري راجه نعيم اکبر او د خزانې سپيشل سيکرټري قمر سرور عباسي به د کمېټۍ …
نائب وزيراعظم د اپوسټيل او د دستاويزاتو د تصديق نظام په اړه د د ميډيا رپورټ نوټس، د خارجه وزارت د دستاويزاتو تصديقي نظام تحقيقاتو لپاره درې كسيزه انكوائري كمېټي

مزید خبریں
اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم اسحق ډار د اپوسټيل او دستاويزات د تصديق نظام په اړه د ميډيا رپورټ نوټس اخستو سره د خارجه وزارت د دستاويزاتو د تصديقي نظام تحقيقاتو لپاره درې كسيزه انکوائري کمېټي جوړه كړې٬ د کمېټۍ کنوينر به د پټروليم سيکرټري حامد يعقوب شېخ او د قانون سيکرټري راجه نعيم اکبر او د خزانې سپيشل سيکرټري قمر سرور عباسي به د کمېټۍ غړي وي۔ د نائب وزيراعظم دفتر لخوا د جاري اعلاميه له مخې کمېټي به د اپوسټيل/دستاويزات د تصديق د نظام هر ډول ناسم استعمال يا بې ضابطګي رامخې ته كوي، د کورئير سروسز د کردار به جاج اخلي او د خارجه وزارت افسرانو د ممكنه ملوث كېدو به تعين كوي۔ په اعلاميه كښې وئيلي شوې دي چې کمېټي به په نظام كښې بهترۍ لپاره ضروري اصلاحات هم تجويز كوي٬ انکوائري کمېټي به خپل سفارشات او د تحقيقاتو نتيجې په دوه اوونيو كښې وړاندې كوي۔ د اعلاميه له مخې د خارجه وزارت ايډيشنل سيکريټري (ايډمن) به کميټۍ سره د اړوند ټول رېكارډ او موادو ته تر رسنې پشمول بشپړه معاونت كوي۔








