کوئټه۔15جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په كوئټه كښې د شهيد شوي مېجر انور كاكړ استوګنې ته لاړل ۔ دواړو لارښودو د شهيد مور ٬ ورونړو او ماشومانو سره ملاقات وكړو او د ’’فتنة الهندوستان‘‘ په بزدلانه بريد كښې د شهادت درجه ترلاسه كونكي مېړني فرزند سترې قربانۍ ته يۍ په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع …
وفاقي وزير محسن نقوي او وزيراعلی مير سرفراز بګټي د شهيد ميجر انور كاكړ كور ته لاړل ٬ كورنۍ سره لاس نيوه او د شهيد سترې قربانۍ ته پيرزوئنې

مزید خبریں
کوئټه۔15جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په كوئټه كښې د شهيد شوي مېجر انور كاكړ استوګنې ته لاړل ۔ دواړو لارښودو د شهيد مور ٬ ورونړو او ماشومانو سره ملاقات وكړو او د ’’فتنة الهندوستان‘‘ په بزدلانه بريد كښې د شهادت درجه ترلاسه كونكي مېړني فرزند سترې قربانۍ ته يۍ په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع صوبائی وزيران ٬ د بلوچستان چيف سېكرټري او آئی جي پولیس هم موجود وو۔ محسن نقوی او مير سرفراز بګټي د شهيد روح ته ثواب رسولو له فاتحه خواني او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ د ملاقات په مهال د شهيد مېجر انور كاكړ د مور لوړې حوصلې د ټولو زړونو وګټل۔ هغې په وياړ ووئيل زما زوے امزرے ؤ كوم چې په وطن قربان شو۔ زما پاتې دوه زامن هم هېواد لپاره حاضر دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د شهيد دويم زوي په اېچ اي سن كالج كښې د داخلولو اعلان وكړو۔ ده ماشومانو له د لاسه وركړه۔ وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د شهيد ورو خدائیداد خان له د سركاري ملازمت وركولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل په كوئټه كښې به يو سكول د شهيد مېجر انور كاكړ نامې ته منسوب كولې شي۔ ده د شهيد مور ته ووئيل ستاسو عزم زمونږ اصل قوت دے۔ قام ستا په څير مېندو باندې وياړي۔ ده ووئيل مېجر كاكړ وطن لپاره خپل ځان قربانولو سره د شهادت لوړه درجه ترلاسه كړه۔ ده په ډاګه كړه چې قام به د خپلو اتلانو قربانۍ تل يادې ساتي او د هندي سپانسرډ ترھګرۍ په ضد جنګ به روان وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې مېجر انور كاكړ څه موده وراندې په كوئټه كښې يوه بزدلانه چاؤدنه كښی د هېواد دفاع كولو په مهال شهيد شوے ؤ ۔










