احمدپورشرقیه۔ 14 جنوری (اے پی پی) ډارېكټر جنرل آئي اېس پي آر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری د اسلامیه یونیورسټی بهاول پور دوره وكړه او مركزي آډېټوریم كښې د اسلامیه یونیورسټی بهاول پور او د بهاول پور ډويژن او نورو تعليمي ادارو څخه راغلې فېکلټی او زده كوونكو ته يې خطاب وكړو۔ په خپل خطاب كښې ده ووئيل نوابین بهاول پور په تحریک پاکستان او استحکام پاکستان كښې ریاست بهاول …
احمد پور شرقيه ٬ ليفټيننيټ جنرل احمد شريف چوهدري د اسلامي يونيورسټي دوره وكړه

مزید خبریں
احمدپورشرقیه۔ 14 جنوری (اے پی پی) ډارېكټر جنرل آئي اېس پي آر لېفټېننټ جنرل احمد شریف چوهدری د اسلامیه یونیورسټی بهاول پور دوره وكړه او مركزي آډېټوریم كښې د اسلامیه یونیورسټی بهاول پور او د بهاول پور ډويژن او نورو تعليمي ادارو څخه راغلې فېکلټی او زده كوونكو ته يې خطاب وكړو۔ په خپل خطاب كښې ده ووئيل نوابین بهاول پور په تحریک پاکستان او استحکام پاکستان كښې ریاست بهاول پور غېر معلومي خذمات ترسره كړې دي۔ په دې موقعه ده په قامي او سيمه ايز صورتحال ٬ معركه حق بنيان المرصوص ٬ پاك افغان اړيكو او نړيوال امن لپاره د پاك پوځ په غېر معمولي كردار د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اسلاميه يونيورسټي بهاول پور وي سي پروفېسر ډاكتر كامران ووئيل د ډي جي آئي اېس پي آر يونيورسټۍ ته راتلل د خوشحالۍ موقع ده۔ اسلامیه یونیورسټی بهاولپور پاکستان آرمی سره د سول آرمي اشتراك لاندې بېلو قامي منصوبو كښې فعاله كردار ترسره كوي۔ په دې موقعه وي سي ډي جي آئي اېس پي آر ته د سلو كلونو دستورو شېلډ وركړو۔ د دستورې په پايه كښې زده كوؤنكو د پاك پوځ زنده باد نعرې وهلې او ده سره يۍ عكسونه واغستل










