جوډېشل كمېشن آف پاكستان د پیښور هائي كورټ د 6 ايدېشنل ججانو د مستقل كولو توثيق ٬ د 4 ايديشنل ججانو په موده كښې د 6 مياشتو پراختيا سفارشات

اسلام آباد ۔ 14 جنوري (اے پي پي) جوديشل كمېشن آف پاكستان د پیښور هائي كورټ د 6 ايديشنل ججز د مستقل كولو توثيق او د 4 ايديشنل ججز په موده كښې د 6 مياشتو د پراختيا سفارشات وكړل۔ د سپريم كورټ آف پاكستان نه جاري اعلاميه تر مخه د چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحي افريدي په مشرۍ كښې د كمېشن غونډه د سپريم كورټ په كانفرنس روم كښې …

اسلام آباد ۔ 14 جنوري (اے پي پي) جوديشل كمېشن آف پاكستان د پیښور هائي كورټ د 6 ايديشنل ججز د مستقل كولو توثيق او د 4 ايديشنل ججز په موده كښې د 6 مياشتو د پراختيا سفارشات وكړل۔ د سپريم كورټ آف پاكستان نه جاري اعلاميه تر مخه د چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحي افريدي په مشرۍ كښې د كمېشن غونډه د سپريم كورټ په كانفرنس روم كښې وشوه۔ چې پكښې د پیښور هائي كورټ د ايديشنل ججز په مستقل تقررۍ غور وكړے شو۔ په غونډه كښې د بشپړ ډيتا فارم ٬ تېر رېكارډ او موادو جاج واغستلے شو چې پكښې كمېشن په خپل مجموعي اكثريت سره د 6 ججانو جسټس محمد طارق آفريدي٬ جسټس عبدالفياض٬ جسټس صلاح الدين ٬ جسټس صادق علي ٬ جسټس سيد مدثر امير او د جسټس قاضي جواد احسان الله د پیښور هائي كورټ د مستقل ججز په توګه د توثيق سفارش وګړے شو۔ دغسې جوډيشل كمېشن په اكثريت سره د 4 ايديشنل ججانو جسټس مس فرخ جمشېد ٬ جسټس انعام الله خان ٬ جسټس ثابت الله خان او د جسټس اورنګزېب په موده كښې د 6 مياشتو د پراختيا سفارش هم وكړو۔

مزید خبریں