د وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه د حكومتی كمېټۍ او ایكشن كمېټۍ ترمينځه د خبرو اترو راروان دور به د جمعې نه پس كيږي

اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه د حكومتی كمېټۍ او ایكشن كمېټۍ ترمينځه د خبرو اترو راروان دور به د جمعې نه پس كيږي۔ ميډيا له مخې د خبرو اترو عمل په نتيجه كښې آزاد كشمیر كښې تيره ورځ راهسې كومه ناوړه پېښه نه ده رامخې ته شوي،د حكومت پاكستان اعلیٰ پائې مذاكراتی كمېټي مظفرآباد كښې موجود ده۔ذريعو له مخې د خبرو اترو …

اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د وزیراعظم شهباز شریف په سپارښتنه د حكومتی كمېټۍ او ایكشن كمېټۍ ترمينځه د خبرو اترو راروان دور به د جمعې نه پس كيږي۔ ميډيا له مخې د خبرو اترو عمل په نتيجه كښې آزاد كشمیر كښې تيره ورځ راهسې كومه ناوړه پېښه نه ده رامخې ته شوي،د حكومت پاكستان اعلیٰ پائې مذاكراتی كمېټي مظفرآباد كښې موجود ده۔ذريعو له مخې د خبرو اترو راروان دور به د جمعې نه پس كيږي۔پخوانې وزیراعظم راجه پرویز اشرف، د آزاد كشمیر پخوانې صدر سردار مسعود خان،سینیټر رانا ثناء الله، وفاقی وزیر احسن اقبال،وفاقی وزیر سردار یوسف،پاكستان پیپلز ګوند لارښود چوهدری قمر زمان كائره، انجینئر امیر مقام او طارق فضل چوهدری د مذاكراتی ډلي برخه دي۔آزاد كشمیر حكومت نمائندګان به هم مذاكراتی عمل كښې كډون كوي۔تيره ورځ مركزی كمېټۍ سره ابتدائی خبرو اترو نه پس عوامی ایكشن كمېټۍ لارښودو دھیركوټ كښې مشاورت كړې۔وفاقی وزيرانو تيره شپه د خبرو اترو كامیابۍ امكان څرګند كړې ؤ۔

مزید خبریں