اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف د آزاد كشمير اولس ته د سوله ايز پاتې كېدو خواست كولو سره وئېلي دي چې كشميري اولس له آزادۍ لازوال هلې ځلې او قربانۍ په نظر كښې پكار دي۔ د دفاع وزير په خپل ايكس پېغام كښې وئېلي دي چې په آزاد كشمير كښې احتجاج كوونكي دې په دې حقيقت غور وكړي چې په مقبوضه كشمير كښې درې …
د دفاع وزير خواجه آصف د آزاد كشمير اولس ته د امن پاتې كېدو خواست
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه آصف د آزاد كشمير اولس ته د سوله ايز پاتې كېدو خواست كولو سره وئېلي دي چې كشميري اولس له آزادۍ لازوال هلې ځلې او قربانۍ په نظر كښې پكار دي۔ د دفاع وزير په خپل ايكس پېغام كښې وئېلي دي چې په آزاد كشمير كښې احتجاج كوونكي دې په دې حقيقت غور وكړي چې په مقبوضه كشمير كښې درې نسلونه خپلې آزادۍ لپاره قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل چې كشميري اولس ته چې په پاكستان كښې كوم سهولتونه ترلاسه دي د مقبوضه كشمير خلق د هغې تصور هم نشي كولې۔ خواجه آصف ووئيل چې كشميري اولس د خپلې آزادۍ تاريخ په وينه ليكي٬ يوې پيړۍ په زندان كښې خپله ځواني زړه كړې٬ په زرګونو كشميريان پهانسي كړې شوې٬ په سينو ئې ګولۍ خوړلې او پاكستان سره يې د مينې قيمت وركړې۔ ده ووئيل چې د كشمير په جنګونو كښې شهيد شويو پوځيانو كښې پنجابي٬ پښتانه٬ بلوچ٬ سندھي٬ ګلګتي او بلتي ټول شامل دي











