اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او تاجکستان د سيمه ايز ټرانسپورټ راهدارو په اهميت رڼا اچولو او CASA-1000 منصوبې ته زر عملي شكل كولو لپاره د عزم پخلې كړے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت (BPC) شپږمه غونډه 29-30 ستمبر 2025 كښې په دوشنبے كښې شوې۔ د پاکستان …
د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت شپږمه غونډه٬ د كاسا 1000 منصوبې ته زر عملي شكل وركولو له د عزم پخلې
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او تاجکستان د سيمه ايز ټرانسپورټ راهدارو په اهميت رڼا اچولو او CASA-1000 منصوبې ته زر عملي شكل كولو لپاره د عزم پخلې كړے دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د پاکستان او تاجکستان ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت (BPC) شپږمه غونډه 29-30 ستمبر 2025 كښې په دوشنبے كښې شوې۔ د پاکستان د پلاوي مشري ايډيشنل خارجه سيکرټري (لويديز اسياء او افغانستان) سيد علي اسد ګېلاني كوله او د تاجکستان لخوا نائب خارجه وزير فاروخ شريف زادہ د غونډې مشري كوله٬ په غونډه كښې د دوه اړخيزه اړيكو په پراخه دائره كار خبرې اترې شوې٬ چې پكښې سياسي او پارلماني روابط، تجارت او سرمايه کارۍ، دفاع او سلامتيا، توان، روابط (کنيکټيوټي)، كلتوري او تعليمي تبادلے، ګڼ اړخيزه مرسته او قونصلر چارې شامل وې۔ په غونډه كښې د تجارت د دوې په امكاناتو هم غور وشو٬ په خاص توګه ټيکسټائل، لاجسټکس، زراعت او خوراک او د داروګامو جوړولو په څانګه كښې مرسته زياتولو له سلا شوې۔ دواړو ډلو د سيمه ايز ټرانسپورټ راهدارو په اهميت رڼا واچوله او CASA-1000 منصوبې ته زر عملي شكل كولو لپاره ئې د عزم پخلې وكړو كوم چې د سيمه ايز انضمام او د توان تحفظ په مستحکم كولو كښې معاون دے٬ د دفاع او سلامتي د مرستې هم جاج واخستې شو٬ چې پكښې د ترهګرۍ مخنيوي اقدامات٬ د تربيتي پروګرامز او د پلاويو په تبادلو خبرې اترې شامل وې۔ دواړو ډلو د منطقې او په سيمه ايزو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې د سوئيلي آسياء صورتحال او د هند په غېر قانوني تسلط د جمو و كشمير صورتحال شامل وو٬ ډلو د شخړو حل لپاره سفارتکاري او د ملګرو ملتونو د چارټر د اصولو په پالنه زور راوړو٬ دا مشاورت په دوستانه او تعميري فضا كښې شوې٬ دواړو هېوادونو په دې خبره اتفاق وكړو چې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت اوومه غونډه به په كال 2026 كښې په اسلام آباد كښې كېږي٬ د دورې په مهال ايډيشنل سيکرټري ټرانسپورټ لپاره نائب وزير٬ اقتصادي پرمختګ او تجارت لپاره نائب وزير او د سفيرانو تربيې لپاره د انسټيټيوټ ډائريکټر سره ملاقاتونه هم كړي٬ د دې نه علاوه دوي د پنج فري اکنامك زون (FEZ) او د پنج پايون کمرشل کسټمز فيسلټي دوره هم كړې











