د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د غزه لپاره د مرستې سامان ” ګلوبل صمود فلوټيلا” په قافله د اسرائيلي جارحيت غندنه وكړه

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق غزه لپاره د مرستې سامان وړونكې "ګلوبل صمود فلوټيلا" په قافله د اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده د مرستې سامان وړونكې رضا كارو سلامتيا لپاره د نيكو هيلو او اسرائيلي ځواكونو په حراست كښې رضا كارو سره د يو والي څرګندونه كړې۔ ده ووئيل …

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق غزه لپاره د مرستې سامان وړونكې “ګلوبل صمود فلوټيلا” په قافله د اسرائيلي جارحيت په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده د مرستې سامان وړونكې رضا كارو سلامتيا لپاره د نيكو هيلو او اسرائيلي ځواكونو په حراست كښې رضا كارو سره د يو والي څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې اسرائيلي ځواكونه د مرستې په فلوټيلا بريد ښكاره ترهه ګري ده٬ د بشري يووالي له مخې فلسطيني اولس لپاره د مرستې د سامان په رسوٶنكو كاركنانو بريد شرمناك دے٬ نړيواله ورورولي او ملګري ملتونه دې د اسرائيلي جارحيت سمدستي نوټس واخلي٬ د مرستې كاركنان او رضا كارو يوازې خوارك٬ داروګان او ضروري سامان د فلسطين اولس ته رسول غوښتل۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې د غزه اولس بنيادي ضروريات څخه محروم ساتل انسانيت سوز او غېر قانوني اقدام دے٬ پاكستان به د فلسطيني اولس سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل چې د پاكستان پارليمان٬ حكومت او اولس د فلسطينيانو د حق خود اراديت د هلو حلو بشپړه ملاټړ روان ساتي۔ ده د فلسطيني اولس سره د يووالي څرګندونه هم وكړه۔

مزید خبریں