اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې ځآنې شر خوښې عناصر د دښمن په وينا د آزاد کشمير امن خرابولو هڅه كوي،د هغوې ناوړه مقصدونه به چرې هم کامياب نه شي۔ده د زيارت په ورځ پمز روغتون كښې د آزاد کشمير احتجاج په مهال ژوبل شويو پوليس ځوانانو تپوس پوښتنې په مهال خبري اتري كولې۔د كورنيو چارو وزير آزاد کشمير كښې …
ځآنې شر خوښې عناصر د دښمن په وينا د آزاد کشمير امن خرابولو هڅه كوي،د هغوې ناوړه مقصدونه به چرې هم کامياب نه شي ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي چې ځآنې شر خوښې عناصر د دښمن په وينا د آزاد کشمير امن خرابولو هڅه كوي،د هغوې ناوړه مقصدونه به چرې هم کامياب نه شي۔ده د زيارت په ورځ پمز روغتون كښې د آزاد کشمير احتجاج په مهال ژوبل شويو پوليس ځوانانو تپوس پوښتنې په مهال خبري اتري كولې۔د كورنيو چارو وزير آزاد کشمير كښې د ژوبل شويو اسلام آباد پوليس او آزاد کشمير پوليس اهلکارو تپوس پوښتنه وكړه،هغه د يو يو اهلکار خوا له ورغلو او د هغوې تپوس پوښتنه ئې وكړه۔محسن نقوي د روغتون انتظاميې ته د ژوبل پوليس اهلکارو له ښه طبي يسانيو وركولو سپارښتنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير د ژوبل پوليس اهلکارو جذبه او بهادري ستائلو سره ووئيل هغوې د همت، حوصلے او جوانمردۍ سره خپل فرائض ترسره كړي، شر خوښۍ باوجود هغوې د تحمل څخه كار اخستلې،دغه ټول د پاکستان بهادر سپاهيان دي مونږ په هغوې فخر كوو۔ محسن نقوي د اسلام آباد او آزاد کشمير پوليس چيف کمشنر و آئي جي ته د ځوانانو د خاص خيال ساتلو سپارښتنه هم وكړه۔د كورنيو چارو وزير د ژوبل پوليس اهلکارو حوصله افزائي وكړه۔ده ووئيل امناكه احتجاج د ټولو حق دے خو قانون په لاس كښې د اخستلو اجازه به چا له هم نه شي وركولې، پاکستانيانو زړونه د كشميريانو سره درځيږي۔ده ووئيل حکومت کشميريانو مسئلو حل لپاره هر وخت چمتو دې۔د اسلام آباد آئي جي او چيف کمشنر او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ پمز روغتون كښې د اسلام آباد پوليس 31 او آزاد کشمير پوليس 12 اهلکار بستر دي











