پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې په نړۍ كښې خپل اصلي مقام ترلاسه كولو لپاره به پاکستان په ټيکنالوجي او تعليم كښې نوره طريق كول وي، سرمايه کاري زياتولو لپاره ماحول کاروباري کميونټۍ لپاره لا سازګارولو ته اړتيا ده ٬ معاشي زيان كم شوېدے او د هېواد په جي ډي پي كښې د بهترۍ شمېرې رامخې ته كېږي،په ټيکسټائل انډسټرۍ كښې …
سرمايه کاري زياتولو لپاره فضا کاروباري کميونټۍ لپاره لا سازګارولو ته اړتيا ده۔ د سيد يوسف رضا ګېلاني د پاکستان بزنس سمټ پرانستې دستورې ته وېنا
پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي چې په نړۍ كښې خپل اصلي مقام ترلاسه كولو لپاره به پاکستان په ټيکنالوجي او تعليم كښې نوره طريق كول وي، سرمايه کاري زياتولو لپاره ماحول کاروباري کميونټۍ لپاره لا سازګارولو ته اړتيا ده ٬ معاشي زيان كم شوېدے او د هېواد په جي ډي پي كښې د بهترۍ شمېرې رامخې ته كېږي،په ټيکسټائل انډسټرۍ كښې بهتري راغلے ده٬ د معدني وسائلو په څانګه كښې بلها موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاکستان بزنس سمټ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ په دستوره كښې نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي، د خزانې وفاقي وزير سنيټر اورنګزيب، د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي، د البركه بېنك پاكسان لمېټډ چيف ايګزيکټيو آفيسر عاطف حنيف او نورو شخصياتو ګډون كړې۔ دستورې ته د وېنا په مهال لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې د پاکستان 60 فيصد آبادي په مېرمنو مشتمل ده، د دوي په معيشت كښې شاملېدو سره بهتري ممكن ده۔ ده ووئيل چې ملاله يوسف زئي د هېواد نامه روښانه كړې او نوبل انعام ئې ترلاسه كړې٬ په صوبه كښې د سېلګرۍ معيشت ډېر د اهميت وړ دے٬ په سېلګرۍ كښې ودې لپاره امنيتي صورتحال كښې بهتري ډېره اهمه ده ٬ سېلګري د هېواد زرمبادله زياتولو ذريعه جوړېدې شي۔ ده ووئيل چې په منطقه كښې د کاروبار ډېر پوټېنشل دے٬ پاكستان په معاشي توګه مستحكم كېږي٬ كاروبار لپاره موقعې پېدا كېږي٬ پاكستان معاشي لحاظ سره په سم لور روان دے ٬ ځائي او نړيوال سرمايه كار په پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل چې حکومت سرمايه کارۍ لپاره ښه فضا جوړولو لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د آئي ټي په څانګه كښې هم ترقي كوٶ٬ پاكستان په منطقه كښې اهم حېثيت لري۔ ده ووئيل چې سېلګرۍ لپاره امنيت ډېر ضروري دے٬ د ترهګرۍ مخه نيولو لپاره وړومبې مونږ د خبرو لاره اختيار كړے٬ كله چې خبره جوړه نشوه نو بيا مو د سختۍ لاره خپله كړه٬ ترهګرۍ څخه 2.5 ملين خلق بې كوره شوې وو كوم چې بيا آباد كړې شوي۔ ده ووئيل چې مونږ يو خپلواكه او آزاد افغانستان غواړو٬ بايد افغان خاوره د پاكستان په ضد استعمال نشي۔ په دستوره كښې لنډمهاله صدر مملكت سيد يوسف رضا ګېلاني سره سره نجكارۍ لپاره د وزيراعظم سلاحكار محمد علي، د خزانې وفاقي وزير سنيټر اورنګزيب، د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي، د البركه بېنك پاكسان لمېټډ چيف ايګزيکټيو آفيسر عاطف حنيف او نورو شخصياتو ګډون كړې۔











