پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي ټولو صوبو ته د اين اېف سي ايوارډ ترمخه فنډز وركړې كيږي،بايد ټول ګوندونه په ګډه امن و امان لپاره كار وكړي، خېبر پښتونخوا كښې پيپلز ګوند قوي كيږي،تير وخت كښې صدر آصف علي زرداري اختيارات پارليمنټ له وركړې وو، کوم هم جمهوري صدر داسې نه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پېښور …
بايد ټول ګوندونه په ګډه د امن لپاره كار وكړي۔لنډمهاله صدر
پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي ټولو صوبو ته د اين اېف سي ايوارډ ترمخه فنډز وركړې كيږي،بايد ټول ګوندونه په ګډه امن و امان لپاره كار وكړي، خېبر پښتونخوا كښې پيپلز ګوند قوي كيږي،تير وخت كښې صدر آصف علي زرداري اختيارات پارليمنټ له وركړې وو، کوم هم جمهوري صدر داسې نه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پېښور كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره پرېس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ لنډمهاله صدر يوسف رضا ګيلاني ووئيل ټولو صوبو له د اين اېف سي ايوارډ ترمخه فنډز وركړې كيږي۔ده ووئيل د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره پاکستان يواځې نه بلكه د سعودي عرب پشمول نورو هېوادونو په ګډه خبري اتري كړې دي۔سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل بايد ټول ګژندونه په ګډه د امن و امان لپاره كار وكړي۔ده ووئيل تيره ورځ د پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) لارښودو ترمينځه په ښه چاپيرچل كښې ملاقات شوې۔ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې پاکستان پيپلز ګوند قوي كيږي۔ده ووئيل صدر پاکستان آصف علي زرداري اختيارات پارليمنټ له وركړې دي،دې څخه وړاندې صدر سره د اسمبليو د تحليل کولو اختيار ؤ، يو جمهوري صدر هم داسې كولې شي۔ده ووئيل مونږ ټولو په ګډه هېواد له د 1973 آئين وركړې او د ميثاق جمهوريت په صورت كښې 1973 آئين بحال شوے۔ پاکستان پيپلز ګوند د هېواد او جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې دي۔ده ووئيل د پاکستان پيپلز ګوند چئيرمېن بلاول بھټو بهر هېواد كښې د پاکستان موقف په ښه ډول وړاندې كړې كوم چې نړۍ منلے دې دغسې د هند موقف نه دې منلے شوې۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل سېنېټ كښې قانون سازي د مشاورت سره كيږي۔نوي صوبو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل آئين كښې په دې اړه ښكاره تګلاره شته۔











