لنډ مهاله صدر يوسف رضا ګيلاني د پېښور ګورنر هاؤس كښې د اپوزيشن او پيپلز ګوند د صوبائي اسمبلۍ ميرمنو غړو سره ملاقات

پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان لنډ مهاله صدر او د سېنیټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني پېښور ګورنر هاؤس كښې د صوبائي اسمبلۍ د اپوزيشن او پاکستان پيپلز ګوند (پي پي پي) ميرمنو غړو سره ملاقات کړې دے۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي، د پاکستان پيپلز ګوند صوبائي صدر محمد علي شاه باچا او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر ډاکټر …

پېښور 02 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان لنډ مهاله صدر او د سېنیټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني پېښور ګورنر هاؤس كښې د صوبائي اسمبلۍ د اپوزيشن او پاکستان پيپلز ګوند (پي پي پي) ميرمنو غړو سره ملاقات کړې دے۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي، د پاکستان پيپلز ګوند صوبائي صدر محمد علي شاه باچا او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د مخالفي ډلي مشر ډاکټر عبادالله هم موجود وو۔ ملاقات كښې د صوبے په سياسي صورتحال، وفاقي حکومت په اړه په چارو او شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د اسمبلۍ غړو ته د هغوې د تحفظات حل کولو لپاره د مرستي باور وركړو۔په دې موقع د اسمبلۍ غړو ګورنر فيصل کريم کنډي کردار وستائلو په دې د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګيلاني ريمارکس وركړل چې د پاکستان تحريك انصاف صوبائي حکومت فاشسټ او غير جمهوري رويے باوجود چې څه ډول فيصل کريم کنډي ګورنر آفس چلوي،هغه د ستائنې وړ دے۔بل خوا لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني ګورنر هاؤس كښې د پاکستان پيپلز ګوند (پي پي پي) مرکزي او صوبائي لارښودو سره هم ملاقات کړې چې پكښې د د پيپلز ګوند مرکزي سيکرټري جنرل انجينئر همايوں خان، صوبائي صدر محمد علي شاه باچا، پخواني وفاقي وزيران نجم الدين خان او ساجد حسين طوري ، پخواني صوبائې وزير او سيکرټري اطلاعات امجد خان آفريدي، پخوانې سپيکر او اېم پي اے کرامت الله خان چغرمټي، خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې پارليماني ليډر احمد کريم کنډي، اېم پي اے ارباب زرك خان خليل، ډويژنل صدر مصباح الدين، ضلعي صدر رضا الله چغرمټي، صوبائي جوائنټ سيکرټري ملك سعيد، او ريډ کريسنټ خېبر پښتونخوا چيئرمېن فرزند علي وزير شامل وو۔ملاقات په مهال د ګوند په تنظيمي چارو ، صوبے په سياسي صورتحال او نورو اړوندو مسئلو د خيالاتو څرګندونه شوي۔لنډمهاله صدر د اېم پي اے شازيه طهماس د پلار بخښني لپاره فاتحه خواني هم وكړه۔لنډمهاله صدر د ګورنر هاؤس د بېل چيمبرز دوره هم وكړه۔

مزید خبریں