اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د اسرائیل د اړخه ګلوبل صمود فلوټیلا لاره نيولو سخته غندنه كولو سره وئيلي چې نړيوالي مرستي کارمندانو غیر قانونی حراست د اسرائیل د اړخه د نړيوال او انسانی قوانین ښكاره خلاف ورزی ده۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا فلوټیلا 40 څخه زيات په سویلین بيړو مشتمل وه،چې پكښې تقریباً 500 نړيوال …
پاکستان د اسرائیل د اړخه ګلوبل صمود فلوټیلا لاري نيولو سخته غندنه كړې،دا اقدام د جنیوا کنونشن ترمخه د ذمه وارو سخته خلاف ورزی ده ۔ د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د اسرائیل د اړخه ګلوبل صمود فلوټیلا لاره نيولو سخته غندنه كولو سره وئيلي چې نړيوالي مرستي کارمندانو غیر قانونی حراست د اسرائیل د اړخه د نړيوال او انسانی قوانین ښكاره خلاف ورزی ده۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا فلوټیلا 40 څخه زيات په سویلین بيړو مشتمل وه،چې پكښې تقریباً 500 نړيوال د مرستي کارمندان ناست وو كومو چې د غزہ محصور اولس لپاره ضروری انسانی امداد رسولو له روان وو۔ بیان كښې وئيلي شوې چې نړيوالو كارمندانو غیر قانونی حراست د اسرائیل د اړخه د نړيوال قوانین او انسانی قوانین ښكاره خلاف ورزی ده،چې له امله ئې بے ګناہ وګړو ته خطر دے۔دا اقدام د اسرائیل جارحانه پالیسی او غزہ غیر قانونی ناکه بندۍ تسلسل دے، چې له امله ئې دوه ملیونه څخه زيات فلسطینیان د مشکلاتو او محرومیو ښکار دي۔ انسانی امداد مخنيوې د اسرائیل د اړخه څلورم جنیوا کنونشن له مخې د ذمه وارو سخته خلاف ورزی ده،بیان كښې وئيلي شوې چې پاکستان يو ځل بيا غوښتنه كوي چې مقبوضہ فلسطینی سيمو كښې دې سمدستي، غیر مشروط او مستقل جنګ بندی وكړې شي، غزہ غیر قانونی ناکه بندی دې ختم کړې شي،د فلسطینیانو لپاره دې انسانی امداد غير د تاخير ورسول باوري كړې شي ،په فلوټیلا كښې ناست ټول كسان دے انسانی همدردۍ له مخې په سمدتي توګه خوشي كړې شي او اسرائیل دې د نړيوال قوانین خلاف ورزو په اړه ځواب وركونكې وګرځولې شي۔پاکستان د دې عزم پخلے كړې چې د فلسطینیانو اولس د منصفانه هلو ځلو بشپړه حمایت دې روان وساتلے شي دغسې چې د هغوې ته د خپلواكۍ حقِ ترلاسه شې او 1967 څخه وړاندې پولو جوړ يو آزاد، خپلواكه او متصل فلسطینی ریاست جوړ شي،د كوم پايه تخت چې القدس الشریف وي۔











