اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي سره د عمان سفير فهد خلف الخروصي په اسلام آباد كښې ليدلي٬ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تعليم په څانګه كښې په مرسته زياتولو زور راوړلې شوې۔ خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي ووئيل د دواړو هېوادونو تاريخي اړيكې٬ په كلتوري او د شريكې احترام په …
وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي سره د عمان سفير فهد خلف الخروصي وليدل
اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي سره د عمان سفير فهد خلف الخروصي په اسلام آباد كښې ليدلي٬ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تعليم په څانګه كښې په مرسته زياتولو زور راوړلې شوې۔ خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي ووئيل د دواړو هېوادونو تاريخي اړيكې٬ په كلتوري او د شريكې احترام په بنياد اډانه دي او د تعليم په څانګه كښې د ګډې شراكت به نه يوازې د دواړو قامونو ترمېنځه قربت زيات كړي بلكې په منطقه كښې به د استحكام سبب هم وګرځي۔ ډاکټر خالد مقبول صديقي په دې خبره زور راوړو چې د عربۍ ژبې تدريس، ټيکنيکل او د ووکيشنل ايجوکيشن اينډ ټرينګ (ټيوټ) په څېر څانګو كښې د عمان تجربو څخه استفاده كېدې شي۔ ده د دواړو هېوادونو د تعليم وزارتونو ترمېنځه د مرستې لا قوي كولو باور وركولو سره سفير ته د خپل دفتر د دورې بلنه هم وركړه











