د كورنيو چارو وفاقي  وزير شمالي وزيرستان كښې د  فتنۃ الخوارج  خلاف  په کامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو  ستائنه وكړه

اسلام آباد۔9اکتوبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د  فتنۃ الخوارج خلاف په کامياب استخباراتي بنياد آپريشن  امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې  ۔ د جمعې  په ورح د  داخله وزارت نه جاري بيان تر مخه  وفاقي وزير په وخت کارروائي  كښې د  7 خوارجو  په وژلو د امنيتي ځواكونو  د غير متزلزل عزم او  اعليٰ وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ محسن نقوي ووئېل …

اسلام آباد۔9اکتوبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د  فتنۃ الخوارج خلاف په کامياب استخباراتي بنياد آپريشن  امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې  ۔ د جمعې  په ورح د  داخله وزارت نه جاري بيان تر مخه  وفاقي وزير په وخت کارروائي  كښې د  7 خوارجو  په وژلو د امنيتي ځواكونو  د غير متزلزل عزم او  اعليٰ وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ محسن نقوي ووئېل ټول  قام د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې لپاره  د خپلو نرانو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے  ۔ ده دښمن عناصر ته خبردارے وركولو سره واضحه كړه  چې خوارجو ته به د هېواد  په كوم هم ملک ګوټ كښې د پتېدو ځائے تر لاسه نشي  ۔وفاقي وزير ووئېل  د ’’عزمِ استحکام‘‘وژن  لانجې د ترهه ګرۍ خلاف د كوم امتياز نه غېر کارروائۍ د پورا قوت سره روانې دي او تر  مكمل امن راتللو به د كوم  ځنډ نه غېر کارروائۍ روانې وي