اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په"صمود غزه فلوټيلا"د اسرائيل د بزدلانه بريد غندنه كړې٬د ټولو امدادي كارمندانو سمدستي او په غېر مشروط توګه د خوشې كولو غوښتنه يې وكړه۔په ايكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د اسرائيل د بربريت په سمدستي توګه مخ نيوې كول او په فلسطين كښې امن باوري كول د وخت تر ټولو لويه تقاضا ده۔په دې فلوټيلا كښې د 44 هېوادونو …
وزيراعظم شهباز شريف په”صمود غزه فلوټيلا”د اسرائيل د بزدلانه بريد غندنه كړې٬د ټولو امدادي كارمندانو سمدستي او په غېر مشروط توګه د خوشې كولو غوښتنه يې وكړه
اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په”صمود غزه فلوټيلا”د اسرائيل د بزدلانه بريد غندنه كړې٬د ټولو امدادي كارمندانو سمدستي او په غېر مشروط توګه د خوشې كولو غوښتنه يې وكړه۔په ايكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د اسرائيل د بربريت په سمدستي توګه مخ نيوې كول او په فلسطين كښې امن باوري كول د وخت تر ټولو لويه تقاضا ده۔په دې فلوټيلا كښې د 44 هېوادونو 450 څخه زيات امدادي كارمندان شامل دي كوم چې د اسرائيل پوځ په په غېر قانوني توګه په حراست كښې اخستلې۔وزيراعظم ووئيل د دې كارمندانو لويې جرم دا دے چې هغوي د مظلومه فلسطينيانو مرستې لپاره روان وو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د دې ټولو كارمندانو په سمدستي او غېر مشروط توګه د خوشې كولو او تر فلسطينيانو د مرستې غېر د تعطل ترسيل غوښتنه كوي











