اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د پورونو په وخت معياري ادائيګي باور كولو پاليسۍ له مخې 500 ملين ډالرو د نړيوال يورو بانډز په وخت ادائيګي كړې ده۔ د خزانې وزير سلاحكار مشير خرم شهزاد خپل اېكس پوسټ كښې وئيلي دي چې پاكستان په 30 ستمبر كال 2025 د مېچور كېدونكې يورو بانډز په وخت ادائيګي كړې ده كوم چې په كال 2015 كښې نړيوال سرمايه كارو …
پاكستان د 500 ملين ډالرو د نړيوال يورو بانډز په وخت ادائيګي كړې ده۔ د خزانې وزير سلاحكار خرم شهزاد
اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) پاكستان د پورونو په وخت معياري ادائيګي باور كولو پاليسۍ له مخې 500 ملين ډالرو د نړيوال يورو بانډز په وخت ادائيګي كړې ده۔ د خزانې وزير سلاحكار مشير خرم شهزاد خپل اېكس پوسټ كښې وئيلي دي چې پاكستان په 30 ستمبر كال 2025 د مېچور كېدونكې يورو بانډز په وخت ادائيګي كړې ده كوم چې په كال 2015 كښې نړيوال سرمايه كارو لپاره د لس كالو مودې لپاره جاري كړې شوي وو او د دې په ټاكلے وخت ادائيګي شوې ده۔ ده ووئيل چې د يورو بانډ په وخت ادائيګي د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان د مالياتي نظم وضبط او په دې لړ كښې پاليسو ته بشپړه پاملرنه كوي۔ خرم شهزاد ووئيل په نړيواله كچه د سود شرح د كمېدو امكانات او په هېواد كښې په بنيادي معاشي اشاريو كښې د بهترۍ په نتيجه كښې پاكستان نړيوال مالياتي ماركيټ ته په ښه شرطونو رسنه ترلاسه كولې شي كوم چې د هېواد د قرضونو په اړه عزت او باور لپاره يو مثبت علامت دے۔











