اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر او د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني سره ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مملكت فهد هارون په ايوان صدر كښې ليدلي۔ د شورو په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په دې موقع فهد هارون لنډمهاله صدر د ډيجيټل ميډيا په څانګه كښې د اوسني پېشرفت نه خبر كړو چې پكښې د حكومت اولسي رسنه٬ موثره …
لنډمهاله صدر يوسف رضا ګېلاني سره ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون وليدل
اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر او د سېنېټ چيئرمېن يوسف رضا ګېلاني سره ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال او وزير مملكت فهد هارون په ايوان صدر كښې ليدلي۔ د شورو په ورځ د جاري خبر پاڼې له مخې په دې موقع فهد هارون لنډمهاله صدر د ډيجيټل ميډيا په څانګه كښې د اوسني پېشرفت نه خبر كړو چې پكښې د حكومت اولسي رسنه٬ موثره ميډيا او د ډيجيټل پليټ فارمز بهتر استعمال په اړه اقدامات شامل وو۔ يوسف رضا ګېلاني د دې اقداماتو ستائنه كولو سره د دې خبرې اعتراف وكړٶ چې د ډيجيټل ميډيا موثره لائحه اولسي رابطې ښه كولو او په زړه پورې قامي بيانيې ته په وده وركولو كښې اهم كردار لوبولې شي۔ په ملاقات كښې فهد هارون د ډيجيټل ميډيا په بدلېدونكې منظر نامه او د دې په زيات شوي اهميت رڼا واچوله۔ ده ووئيل چې د دې پليټ فارمز د موثره، ذمه وار او تعميري استعمال د وخت اهم ضرورت دے۔












