لندن 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف كوئټه او كيچ كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په دوه بيلو كامياب كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چې د هېواد څخه هر ډول ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره لوظي يو۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې عملياتو كښې د فتنه الهندوستان …
وزيراعظم محمد شهباز شريف كوئټه او كيچ كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په دوه بيلو كامياب كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی
لندن 01 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف كوئټه او كيچ كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په دوه بيلو كامياب كاروائيو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چې د هېواد څخه هر ډول ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره لوظي يو۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په دې عملياتو كښې د فتنه الهندوستان 13 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چې زمونږ امنيتي ځواكونو د خپل ځان پروا كولو نه غېر د ترهه ګرو په ضد كاروائۍ كړې او د هېواد حفاظت ئې باوري كړې۔ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قوم امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔












