اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د هند په سرپرستي كښې ترهګرو په ضد په كامياب عملاتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ خپل بيان كښې ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو د خپلو وظيفائي صلاحيتونو بشپړه مظاهره كولو سره 13 ترهګر وژلي او د دښمن ناوړه عزائم ئې خاورې كړي۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو ته …
وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د هند په سرپرستي كښې ترهګرو په ضد په كامياب عملاتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې
اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په بلوچستان كښې د هند په سرپرستي كښې ترهګرو په ضد په كامياب عملاتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ خپل بيان كښې ده ووئيل چې امنيتي ځواكونو د خپلو وظيفائي صلاحيتونو بشپړه مظاهره كولو سره 13 ترهګر وژلي او د دښمن ناوړه عزائم ئې خاورې كړي۔ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو ته سلام وړاندې كوم چا چې په هېواد كښې امن لپاره ځانګړې قربانۍ او كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ محسن نقوي ووئيل په بلوچستان كښې امن لپاره سکيورټي فورسز د هند سپانسرډ ترهګرو په ضد كامياب عمليات كوي او دا سلسله به جاري وي۔ ده په سپېنو ټكو ووئيل د هند په سرپرستۍ كښې د ترهګرو خاتمې لپاره به د امنيتي ځواكونو عمليات تسلسل سره جاري وي۔












