پېنډۍ 01 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې په دوه جلا جلا عملياتو كښې د فتنة الهند 13 ترهګر وژلي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې په 30 ستمبر او د اكتوبر په وړومبۍ نيټه كال 2025 په بلوچستان كښې دوه جلا جلا عمليات شوي۔ په كوئټه ضلع كښې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع انټيلي جنس بېسډ عمليات شوي٬ د عملياتو هپ مهال امنيتي …
امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې په دوه جلا جلا عملياتو كښې د فتنة الهند 13 ترهګر ووژل
پېنډۍ 01 اکتوبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په بلوچستان كښې په دوه جلا جلا عملياتو كښې د فتنة الهند 13 ترهګر وژلي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې په 30 ستمبر او د اكتوبر په وړومبۍ نيټه كال 2025 په بلوچستان كښې دوه جلا جلا عمليات شوي۔ په كوئټه ضلع كښې د خوارجو د موجودګۍ په اطلاع انټيلي جنس بېسډ عمليات شوي٬ د عملياتو هپ مهال امنيتي ځواكونو د خوارجو ژالې په موثره ډول په نښه كړي، د ډزو د تبادلې نه ورسته د فتنة الهند 10 ترهګر وژلي شوي٬ يو بل انټيلي جنس بيسډ آپريشن (آئي بي او) په كېچ ضلع كښې شوې په دې موقع د ترهګرو ژالې ړنګې كړې شوي او د فتنة الهند تعلق لرونكې درې ترهګر وژلي شوي٬ وژلې شوې ترهګرو څخه وسله٬ ګوله بارود او چاٶدېدونكې توكې هم برامد شوي٬ دا ترهګر په سيمه كښې په يو د ورانۍ او ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې ملوث وو٬ د پاکستان امنيتي ځواكونه هېواد څخه د هند په معاونت كښې د ترهګرۍ د لعنت خاتمې عزم لري او قام د دې غېز متزلزل عزم پخلې كوي چې ترهګر او د دوي سهولت كار به په هر صورت كښې انصاف سره مخ كولې شي












