اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري وئېلي دي چې پاكستان كښې هر كال 40 زره څخه زيات ميرمنې بريسټ كينسر له امله د ژوند څخه لاس وينځي۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې وړومبۍ ميرمن د بريسټ كينسر په اړه خبرتيا مياشتې په موقع په خپل ويډيو پېغام كښې وئېلي دي چې په هېواد كښې هر كال 90 زره …
پاكستان كښې هر كال 40 زره څخه زيات ميرمنې بريسټ كينسر له امله د ژوند څخه لاس وينځي۔وړومبۍ ميرمن آصفه بهټو زرداري د بريسټ كينسر په اړه خبرتيا مياشتې په موقع ويډيو پېغام
اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بهټو زرداري وئېلي دي چې پاكستان كښې هر كال 40 زره څخه زيات ميرمنې بريسټ كينسر له امله د ژوند څخه لاس وينځي۔د شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې وړومبۍ ميرمن د بريسټ كينسر په اړه خبرتيا مياشتې په موقع په خپل ويډيو پېغام كښې وئېلي دي چې په هېواد كښې هر كال 90 زره څخه زيات ميرمنو كښې د بريسټ كينسر تشخيص كيږي۔وړومبۍ ميرمن ووئيل چې ميرمنې دې پخپله د معائنې يوه ساده طريقه خپله كړي٬د بريسټ كينسر سكريننګ ګڼ شمېر ژوند بچ كولې شي۔دې ووئيل چې پاكستان كښې د بريسټ كينسر رنځورانو ګڼ شمېر د وخت تاخير څخه تشخيص كيږي٬په وخت تشخيص او درست علاج څخه د دې رنځ څخه د بچ كېدو شرح 90 فيصد څخه زياته ده۔بي بي آصفه بهټو زرداري په دې خبره زور راوړو چې خپل صحت ته اهميت وركړۍ٬چپ مه پاتې كيږۍ او خبرتيا خپره كړۍ۔دې ووئيل چې مونږ په ګډه ژوند بچ كولې شو او يو صحت مند مضبوط پاكستان جوړولې شو












