لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره د ايتهوپيا سفير ډاكټر جمال بكر عبدالله مخاخې ملاقات

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره د ايتهوبيا سفير ډاكټر جمال بكر عبدالله د شورو په روځ په ايوان صدر كښې د مخاخې ملاقات كړې۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر د پاكستان او ايتهوپيا اړيكو ته ودې وركولو او قوي جوړولو كښې سفير هڅې ستائېلو سره وئېلي دي چې د ايتهوبيا سفير د دواړو …

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني سره د ايتهوبيا سفير ډاكټر جمال بكر عبدالله د شورو په روځ په ايوان صدر كښې د مخاخې ملاقات كړې۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې لنډ مهاله صدر د پاكستان او ايتهوپيا اړيكو ته ودې وركولو او قوي جوړولو كښې سفير هڅې ستائېلو سره وئېلي دي چې د ايتهوبيا سفير د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه سياسي٬اقتصادي او اولس ترمينحه رابطې مخ په وړاندې بوتللو كښې لوئ كردار ادا كړې۔ده د ګرين پاكستان انيشيټيو كښې د ډاكټر جمال بكر عبدالله په مرسته او موسمياتي بدلون مخ نيوي كښې د هغه فعاله كردار هم ستائېلې۔لنډ مهاله صدر سفير لپاره د نيكو خواهشاتو څرګندونه كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې د پاكستان او ايتهوپيا اړيكې راتلونكو كلونو كښې به لا قوي شي۔ده د ايتهوپيا پارليمنټ دواړو ايوانونو سپيكرانو ته راتلونكې مياشت اسلام آباد كښې كېدونكي بين الپارليماني سپيكرز كنفرنس كې ګډون كولو بلنې نامې هم سفير ته حواله كړې۔سفير ډاكټر جمال بكر عبدالله د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني قائدانه كردار ستائېلو سره وئېلي دي چې ايتهوپيا پشمول ټوله منطقه پاكستان افريقې هېوادونو سره اړيكو ته وده وركولو كښې د هغه د خذماتو اعتراف كوي۔ده ووئيل چې پاكستان افريقې لپاره يو مهم هېواد دے او ايتهوپيا پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔سفير ووئيل چې افريقې منطقه پاكستان يو مخلص او ورور هېواد ګڼي٬پاكستان سره اړيكو ته ترجيح وركولو كښې سيد يوسف رضا ګېلاني هڅې به ايتهوپيا تل ياد ساتي

مزید خبریں