ملګري ملتونه01 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان ميانمار كښې د روهنګيا په مسلمانانو ظلم او جبري هجرت په تناظر كښې وئېلي دي چې د دې بحران پائيدار حل لپاره يو كوټلي او شموليتي تګلاره خپله كړې شي دغسې چې د بنګله دېش څخه د هغوې محفوظ٬په عزت او رضا كارانه ستنيدو حالات پېدا شي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد جنرل اسمبلۍ 80مې غونډې په مهال د …
د روهنګيا بحران بنيادي وجوهاتو حل كولو ته اړتيا ده٬د شهريت ترلاسه كولو د لارو په اړه په نكات بشپړه عملدرآمد ٬ ځپليو كسانو محفوظ او په عزت سره بيرته تلل به ممكن شي۔پاكستان
ملګري ملتونه01 اكتوبر (اے پي پي)پاكستان ميانمار كښې د روهنګيا په مسلمانانو ظلم او جبري هجرت په تناظر كښې وئېلي دي چې د دې بحران پائيدار حل لپاره يو كوټلي او شموليتي تګلاره خپله كړې شي دغسې چې د بنګله دېش څخه د هغوې محفوظ٬په عزت او رضا كارانه ستنيدو حالات پېدا شي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد جنرل اسمبلۍ 80مې غونډې په مهال د اعلٰی كچ كنفرنس ته خطاب كولو په مهال كړې چې ميانمار كښې د روهنګيا مسلمانانو او نورو اقليتونو خراب حالت د بشري حقونو او بشري همدردۍ لويې چېلنجونو كښې يو دے۔ميانمار كښې د روهنګيا مسلمانانو او نورو اقليتون ته پېښو بحرانونو په اړه كنفرنس كوم چې د ملګرو ملتونو 193 كسيزه جنرل اسمبلۍ 2024 قرارداد له مخې شوې مقصد ئې نړيوال پام په ځاې ساتل٬زمكيزې حالات جاج اخستل او په يو كوټلې پروژې غور كول دي دغسې چې د ځپلې شوي كسان محفوظ٬په عزت او رضا كارانه ستنيدو په ځاې وساتلے شي۔ده ووئيل چې پاكستان ميانمار كښې د بشري حاجتونو پوره كولو او اوږدې مودې استحكام ته ودې وركولو لپاره د ملګرو ملتونو٬آسيان او آئي سي پشمول ټولو شراكتدارو سره په ګډه كار كولو له چمتو دے












