د غريبۍ ختمولو وفاقی وزیر سید عمران احمد شاہ سره د ترکیې سفیر عرفان نذیراوغلو ملاقات، سماجی څانګې ، غريبۍ كمولو او سماجی تحفظ په اړه د مرستې زياتولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو اوسماجي تحفظ وفاقی وزیر سید عمران احمد شاہ سره په پاکستان كښې د تركيې سفیر عرفان نذیراوغلو د شورو په روځ ملاقات کړې۔ جاری شوې پرېس ریلیز له مخې په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه په سماجی څانګه او په خاص توګه غريبۍ كښې كمي راوستلو او سماجی تحفظ په اړه مرستي زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د …

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو اوسماجي تحفظ وفاقی وزیر سید عمران احمد شاہ سره په پاکستان كښې د تركيې سفیر عرفان نذیراوغلو د شورو په روځ ملاقات کړې۔ جاری شوې پرېس ریلیز له مخې په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه په سماجی څانګه او په خاص توګه غريبۍ كښې كمي راوستلو او سماجی تحفظ په اړه مرستي زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه شوي۔د ترکيې سفیر د پاکستان او ترکیې ملګرتيا ستائلو سره ووئيل د دفاع او تجارت په څانګو كښې کامیاب اشتراك او ترجیحی تجارتی معاهدہ (پی ټی اے) دا اړيكي لا قوي كوي۔ده ووئيل د دې جذبے ترمخه اوس د غريبۍ ختمولو او سماجی پرمختګ په ميدان كښې هم بايد شراکت دارۍ ته وده وركړې شي۔د دواړه اړخه دې خبري ته سلا راغله چې د پاکستان او ترکیې اوس ترمينځه اسلامی اخوت او په شريك احترام اډانه اړيكي په اصل كښې د قوي خپلولۍ بنيادونه دي كوم چې سماجی ښېګړے او غريبۍ ختمولو له مرستياله ګرځيدے شي۔د ترکيې سفیر وفاقی وزیر ته ووئيل دا مهال يو زر څخه زيات پاکستانی زدكونكي ترکیه كښې د وظيفو څخه استفاده كوي۔د خبرو اترو په مهال دواړو هېوادونو د نورو اسلامي هېوادونو سره “tri lateral cooperation” په امکانات هم غور وكړو دغسې چې سيمه كښې وسائل او پوهه يو كولو سره زياتي كوټلي نتيجې ترلاسه شي۔ملاقات كښې دا ههم ترسره شوه چې ډير زر به يو فالو اپ غونډه كولې شي چې پكښې به عملی منصوبه بندۍ، تربیتی ماډیولز او د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستي څانګو ته حتمی شکل وركولې شي۔

مزید خبریں