اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) سپیشل جج سنټرل همایوں دلاور د اے پي پي میګا کرپشن کیس كښې نيولې شوي 6 نامزد ملزمانو د نيولو نه پس د ضمانت خواست خارج کړې دے۔د شورو په ورځ عدالت د ملزم محمد غواث ، ملزم ادرېس چوهدری، ملزم ساجد علی وړائچ، ملزم عمران منیر، ملزم خرم شهزاد او ملزم طاهر ګھمن د نيولو نه پس د ضمانت په خواست سماعت …
اے پي پي میګا کرپشن کیس كشې نيولې شوي 6 نامزد ملزمانو د نيولو نه پس د ضمانت خواست خارج شو
اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) سپیشل جج سنټرل همایوں دلاور د اے پي پي میګا کرپشن کیس كښې نيولې شوي 6 نامزد ملزمانو د نيولو نه پس د ضمانت خواست خارج کړې دے۔د شورو په ورځ عدالت د ملزم محمد غواث ، ملزم ادرېس چوهدری، ملزم ساجد علی وړائچ، ملزم عمران منیر، ملزم خرم شهزاد او ملزم طاهر ګھمن د نيولو نه پس د ضمانت په خواست سماعت وكړو۔په دې موقع د اے پي پي د اړخه نوموړې قانون پوهه خرم بیګ ایډووکیټ ، روحیل اصغر ایډووکیټ او حسنین حیدر تھهیم عدالت ته وړاندې ش د سماعت په مهال فاضل جج استفسار وكړو چې كومو كومو ملزمانو اکاؤنټس ته روپۍ منتقل شوې دي په دې د اېف آئی اے چارواكو ووئيل درې كلونو په مهال پخواني اکاؤنټ مینجر ارشد مجید چوهدری اکاؤنټ ته 8 کروړه روپۍ چې پكښې 6 کروړه روپۍ د تنخا په مد كښې منتقل شوې،دغسې پخواني کیشیئر اظهر فاروق اکاؤونټ ته م تقریباً 9 کروړه روپۍ منتقل شوې۔ د سماعت په مهال د اے پي پي وکیل روحیل اصغر عدالت ته ووئيل مونږ د بانك څخه تصدیق شوې ریکارډ اېف آئی اے كښې جمع كړې دے كوم څخه چې دا ثابت شوې چې ملزمانو د کرنټ اکاؤنټ، پی اېف اکاؤونټ پشمول د اے پي پي نوراکاؤنټ څخه مجاز اتھارټی منظورۍ نه غير روپۍ منتقل کړې دي۔ده عدالت ته ووئيل ياد شوې اېف آئی آر ټول 16 ملزمان خپلو كښې رابطه كښې ؤ ، د ځيني ملزمانو اکاؤنټس ته روپۍ منتقل شوې كومي چې راوستلو سره خپلو كښې تقسيم شوې۔ اے پي پي وکیل خرم بیګ موقف اختیار کړې چې د اے پي پي سیلری اکائؤنټ كښې يو نوم اے ایچ اېس كوم چې جعلي دے د هغه د شناختی کارډ لمبر خخه معلومه شوي هغه د ارشد مجید چوهدری آئی ډی کارډ دے كوم اکاؤنټ كښې چې په غیر قانونی طریقے رروپۍ منتقل شوې دي۔ده موقف اختیار كړو چې آډټ کونكي ملزمان هم په دې كښې برابر شریك دي ځكه چې درې كلونو په مهال په كروړونو روپۍ په غیر قانونی ډول منتقل كيدلې د كومو چې نه آډټ شوې او مجاز اتھارټی ته ليكلې شوي كوم څخه چې بدنیتی ښكاره شوي۔د اے پي پي وکیل حسنین حیدر تھهیم موقف اختیار کړو چې محمد غواث كوم چې پخوانې ایګزیکټو ډائریکټر پاتې شوې د هغه په لاس ليك په كروړونو روپۍ په غیر قانونی ډول منتقل شوې،هغه اے جي پي آر ته روپو جاری کولو لپاره خط هم ليكلې ؤ،هغه هم په دې كښې برابر شريك دے۔ده عدالت ته ووئيل ادارے په اېف اېف سی رپورټ كښې هم ملزمان قصور وار ګرځولې دي۔د سماعت په مهال د ملزم ادرېس چوهدری وکیل د اے پي پي مینجر لیګل ته مخاطب کيدو لپاره ووئيل نو فاضل جج هغه منع كولو سره ووئيل زما سره دومره وخت نشته ته د هپلکلائینټ په اړه خبره وكړه۔ ادرېس چوهدری او طاهر ګھمن وکیل عدالت ته ووئيل تنخا جوړولو په واؤچر د ارشد مجید چوهدری او محمد غواث لاس ليك وو په دې د اے پي پي وکیل روحیل اصغر ووئيل دغه دواړه آډټ آفیسران وو او ټوله ذمه واري د دې ده،دوي خپلو كښې رابطه كښې ؤ ، په کریډټ شیټ او واؤچر د دوي لاس ليك دې،دوي آډټ ملازمان وو دوي هره مياشت څه آډټ كړې ، بینك څخه کریډټ شیټ د لارې آډټ کول د دوي ذمه واري وه،په دوي ناقابل ضمانت دفعه 409 لګيږي لهٰذا د دوي د ضمانت خواست دې خارج كړې شي، ایګزیکټو ډائریکټر پشمول ټول ملزمان خپلو كښې رابطه كښې ؤ ، دوي د منیجنګ ډائریکټر منظورۍ نه غير روپۍ راوېستلي وي۔ روحیل اصغر ایډووکیټ ووئيل ملزم ادریس احمد د درې نيم كروړه روپو په واؤچر لاس ليك كړې۔د اے پی پی وکیل حسنین حیدر تھهیم ووئيل ټولو ملزمانو خپلو كښې روپۍ تقسيم كړې په دې فاضل جج ووئيل ځآني كسانو به خپلو كښې تقسيم كړې وي په دې حسنین حیدر تھهیم بيا ووئيل روپۍ ټولو په خپلو كښې تقسيم كړې دي۔ده ووئيل پراویډنټ فنډ كوم چې د ملازمانو پنشن لپاره مختص كيږي هغې څخه د مجاز اتھارټی منظورۍ نه غير روپۍ په غير قانونو ډول نور اکاؤنټس ته منتقل شوې دي۔ده ووئيل دا د اولسي ګټو معامله ده په دې وړاندې په پبلك اکاؤنټس کمېټۍ كښې بحث شوې۔د اے پي پي ملازمانو په كروړونو روپۍ لوټلې شوي په دې كښې ټول ملزمان برابر شریك دي، د ځيني ملزمانو منظوری او خاموشی دا ثابتوي چې هغوې روپۍ وصول کړې دي۔اے پي پي وکیل ووئيل ملزم خرم شهزاد د پراویډنټ فنډ انچارج پاتې شوې، د هغه په لاس ليك 9 نيم كروړه روپۍ چیك جاري شوې۔د اے پي پي وکیل ووئيل ساجد علی وړائچ اکاؤنټ مینجر او دې څخه وړاندې اسسټنټ مینجر سیلری په چوكۍ تعینات ؤ او انچارج پی اېف په چوكۍ هم تعینات ؤ،د هغه په وخت كښې هم مالی بدعنوانی ثابت شوې ده۔ سماعت په مهال ملزم عمران منیر او ساجد علی وړائچ د اړخه فرحت چوهدری ایډووکیټ، ادرېس احمد او طاهر ګھمن د اړخه ارشد علی ګورسی پشمول د نورو ملزمانو وكيلان عدالت ته وړاندې شوې۔ عدالت د ډلو دلائل په بشپړيدو پريكړه محفوظ کړې۔دې نه پس عدالت پريكړه اورولو سره د ټولو 6 ملزمانو د ضمانت خواست خارج کړو۔دا خبره دې ياده وي چې اے پي پي میګا کرپشن کیس كښې 7 ملزمان اډیاله زندان كښې دي چې پكښې د يادو شويو 6 ملزمانو د نيولو نه پس د ضمانت خواست دائر کړې ؤ۔دا خبره دې ياده وي چې وفاقی تحقیقاتی ادارے (اېف آئی اے) د كروړونو روپو کرپشن کولو په تور كښې د 16 ملزمانو په ضد مقدمه درج کولو سره کارروائی پېل كړې وه۔












