سوات 01 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير ، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقی وزیر او مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي چې د سياسي تړون نه علاوه د سېلاب ځپليو لپاره د وفاقی حکومت د اړخه د معاوضے او مرستي سلسله روانه ده، د خېبر پښتونخوا تر آخری سېلاب ځپلي تن بحالۍ به حکومتی هڅي رواني وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په روځ …
سېلاب ځپليو لپاره د وفاقی حکومت د اړخه د معاوضے او مرستي سلسله روانه ده،تر آخری سېلاب ځپلي بحالۍ به هڅې رواني ساتلے شي۔وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام
سوات 01 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير ، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقی وزیر او مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئيلي چې د سياسي تړون نه علاوه د سېلاب ځپليو لپاره د وفاقی حکومت د اړخه د معاوضے او مرستي سلسله روانه ده، د خېبر پښتونخوا تر آخری سېلاب ځپلي تن بحالۍ به حکومتی هڅي رواني وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په روځ سوات سېلاب ځپليو له د مرستي چیكونو وركولو دستوريې ته وينا په مهال وكړه۔ انجینئر امیر مقام ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف، سرلښكر فیلډ مارشل جنرل سید عاصم منیر او ما پخپله په 17 اګست بونیر، سوات، باجوړ، شانګله او صوابۍ كښې سېلاب راتللو نه پس د ځپليو سيمو دوره كړي۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف د خپلي دورے په مهال د بونیر سېلاب ځپليو له امدادی چیکونه وركړې دي او خېبر پښتونخوا كښې د سېلاب له امله په حق رسيدلو ورثاﺀ لپاره د 20، 20 لکهه روپو امداد اعلان شوې۔ده ووئيل سیاسی تړون نه غير د سېلاب ځپليو لپاره د وفاقی حکومت د اړخه د معاوضے او امداد سلسله روانه ده،د خېبر پښتونخوا تر آخری سېلاب ځپلي بحالۍ به حکومتی هڅي رواني وي۔ وفاقی وزیر ووئيل د سېلاب له امله ځاني او مالي زيان نه علاوه خېبر پښتونخوا كښې د بجلۍ، ګاز او سړكونو بنیادی ډھانچے ته هم زيان رسيدلے۔ده د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل هغه نېشنل هائی وے اتھارټی ته د وفاقی، خېبر پښتونخوا یا ضلعی حکومتونو دائره اختیار كښې ټولو ځپلې شويو سړكونو بحالۍ سپارښتنه كړي۔وفاقی وزیر ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ سره مهم ملاقات په موقع وزیراعظم امریکا كښې تاریخی هركلے شوې،د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ نه علاوه د غونډي په مهال هم نړيوالو لارښودو د پاکستان د وزیراعظم تود هركلے كړې،وزیر اعظم هلته په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو د پاكستان مؤقف په ښه ډول وړاندې كړې۔ انجینئر امیر مقام ووئيل وزیراعظم محمد شهباز شریف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې د کشمیر او فلسطین مسئلې په بهادرۍ سره رامخې ته كولو سره د کشمیریانو او فلسطینیانو زړونه ګټلي دي۔ سېلاب ځپليو له د مرستي او معاوضے چیكونو په وركولو هغوي د وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام مننه وكړه












