پاکستان سوريه سره خپلي تاریخی او د ورورولۍ اړيكي مهمي ګڼي ۔ لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی د سوريه سفیر سره ملاقات كښې خبري اتري

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي چې پاکستان سوريه سره خپلي تاريخي او د ورورولۍ اړيكې مهمي كڼي كومي چې په شريك مذهبی اقدار، تاریخ او شريك احترام اډانه دي،دواړو هېوادونه عمر له په هر سخت وخت كښې د يو بل سره ولاړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان كښې د سوريه سفیر ډاکټر رامز الریعی سره خبرو كښې وكړې چا چې …

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) لنډمهاله صدر سید یوسف رضا ګیلانی وئيلي چې پاکستان سوريه سره خپلي تاريخي او د ورورولۍ اړيكې مهمي كڼي كومي چې په شريك مذهبی اقدار، تاریخ او شريك احترام اډانه دي،دواړو هېوادونه عمر له په هر سخت وخت كښې د يو بل سره ولاړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پاکستان كښې د سوريه سفیر ډاکټر رامز الریعی سره خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات کړې ؤ۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې د دواړو هېوادونو پخوانۍ اړيكو لا قوي كولو او سيمه ايز امن و استحکام او سوكالۍ لپاره د شريكو هڅو روانو ساتلو د عزم پخلے وكړو۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل پاکستان او سوريه عمر له په هر سخت وخت كښې د يو بل سره ولاړ دي۔ده ووئيل پاکستان د سوريه سره خپل اصولی او ثابت قدم ملګرتيا ترنظر ساتلو سره سوريه كښې كورنۍ جهګړے په مهال هم دمشق كښې خپل سفارتی مشن په ځائې ساتلے، پاکستان د سوريه تعمیرِ نو كښې مرستي له چمتو دے۔سفیر ډاکټر رامز الریعی د پاکستان په غیر متزلزل حمایت مننه كولو سره ووئيل سوريه د پاكستان سره خپلي تاریخی اړيكي مهمي ګڼي۔سفیر ووئيل د سوريه د دفاع، ریلوے، معیشت، آئی ټی او تعلیم پشمول بېلو څانګو كښې د پاكستان سره د مرستي خوښي لري۔ده د اولس ترمينځه رابطو ته ودي وركولو په اهميت هم زور راوړو

مزید خبریں