اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د عوامي جمهوريه چين په 76مه قامي ورځ د چين قيادت، كميونسټ پارټي او اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې چين په لنډه موده كښې معاشي استحكام او د تل پاتي پرمختګ خوب رښتيا كړے دے او د استقامت، د اصولو د پالنې او د اجتماعي فلاح جذبې څخه نړۍ كښې لوړ مقام ترلاسه …
د چين په معاشي، سماجي او عسكري مېدان كښې غېر معمولي كاميابۍ د منطقې د استحكام او سوكالۍ سبب دې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير چين په 76مه قامي ورځ پېغام
اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د عوامي جمهوريه چين په 76مه قامي ورځ د چين قيادت، كميونسټ پارټي او اولس له مباركي وركولو سره وئيلي دي چې چين په لنډه موده كښې معاشي استحكام او د تل پاتي پرمختګ خوب رښتيا كړے دے او د استقامت، د اصولو د پالنې او د اجتماعي فلاح جذبې څخه نړۍ كښې لوړ مقام ترلاسه كړے دے۔ محسن نقوي خپل پېغام كښې ووئيل چې چين په معاشي، سماجي او عسكري مېدان كښې غېر معمولي كاميابۍ ه يوازې د دوي خپل پرمختګ بلكې د ګردۍ منطقې د استحكام او خوشحالۍ سبب دے۔ ده چين ته په شاندار تاريخ، كلتوري ورثه او په حېرانوٶنكې ترقۍ پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووېيل چې د پاك چين اړيكې په تاريخي، استرتېژك او مضبوط شراكت دارۍ اډانه دي۔ ده ووئيل چې پاك چين ستراتېژك شراكت داري په منطقه كښې د توازن او ترقۍ بنياد دے۔ وفاقي وزير په قامي ورځ د چين قام جذبے٬ محنت او جدت پسندۍ ته سلام وړاندې كولو سره د دوي نورې ترقۍ٬ كامرانۍ او لوړ مقام ترلاسه كولو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه












