اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین اولس پرمختګ ،سوكالۍ او کامیابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره وئيلي چې پاکستان د چین سره په اړيكو وياړ لري،د دواړو هېوادونو ملګرتيا او شراکت داری به وخت سره سره لا قوي كيږي۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم حکومتِ پاکستان او پاکستانی اولس د اړخه …
پاكستان او چين قوي ملګرتيا لري،وزیراعظم شهباز شریف د چین 76مي قومی ورځ په موقع د چین قیادت او اولس له مبارکي وركړه
اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د چین اولس پرمختګ ،سوكالۍ او کامیابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره وئيلي چې پاکستان د چین سره په اړيكو وياړ لري،د دواړو هېوادونو ملګرتيا او شراکت داری به وخت سره سره لا قوي كيږي۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم حکومتِ پاکستان او پاکستانی اولس د اړخه د عوامی جمهوریه چین 76مي قومی ورځ په موقع د چین قیادت او اولس له مباركي وركولو سره په دې ورځ د چین اولس پرمختګ ٬ سوكالۍ او کامیابۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزیراعظم ووئيل دا ورځ يواځې د چین د غوره قومی مزل یاد ګيرنه نه بلكه د يو عظیم قوم د پرمختګ، استحکام او په نړيواله كچه امن بحالۍ كښې د چین د کردار اعتراف هم دے،صدر شی جن پنګ مثالی قیادت كښې چین د پرمختګ او سوكالۍ داسې كاميابۍ ترلاسه كړي كومي چې د نړۍ لپاره روښانه مثال دې۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان او چین قوي ملګرتيا لري كومه چې وخت سره سره لا قوي كيږي۔ وزیراعظم ووئيل دا رشته په شريك باور، قربانۍ او اخلاص اډانه او نوي نسلونو لپاره د امن، پرمختګ او سوكالۍ ضمانت دے۔ ده د چين خپله اوسنۍ دوره ګټه وره او د نتيجې وړ ګرځولو سره ووئيل د چین دورې په مهال شنګھائی مرستي تنظیم غونډه او بی ټو بی کنفرنس كښې د اربونو ډالره سرمایه كارۍ لوظمامو په شان تاریخی كاميابۍ ترلاسه شوي۔ده ووئيل د چین پاکستان اقتصادی راهداری زمونږ د چین سره مهمه شريكه معاشی منصوبه ده كومه چې په دويم پړاؤ كښې داخل شوې ده۔ده د چين سره د پاکستان د ورورولۍ په اړيكو فخر كولو سره ووئيل هيله لرو چې د دواړو هېوادونو ملګرتيا او شراکت داری به لا قوي شي












