اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د كاروبار آسانيو مركز جوړولو څخه به سرمايه كارو ته بلا تاخير٬مستند او ضروري لارښونه ٬معلومات او آسانۍ ترلاسه شي۔ده د زيارت په ورځ د كاروبار آسانيو مركز دورې او د دې پرانستې په موقع خبرې كولې۔وزيراعظم ووئيل نن په اسلام آباد كښې وړومبي بزنس فېسلېټېشن مركز كار پېل كړے ٬دا د ښه معيار مركز دے د كوم قيام څخه …
د كاروبار آسانيو مركز څخه به سرمايه كارو ته ضروري رهنمائي٬معلومات او آسانۍ ترلاسه شي۔د وزيراعظم كاروبار آسانيو مركز پرانستې په موقع خبرې
اسلام آباد۔21 اګست(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د كاروبار آسانيو مركز جوړولو څخه به سرمايه كارو ته بلا تاخير٬مستند او ضروري لارښونه ٬معلومات او آسانۍ ترلاسه شي۔ده د زيارت په ورځ د كاروبار آسانيو مركز دورې او د دې پرانستې په موقع خبرې كولې۔وزيراعظم ووئيل نن په اسلام آباد كښې وړومبي بزنس فېسلېټېشن مركز كار پېل كړے ٬دا د ښه معيار مركز دے د كوم قيام څخه به چې سرمايه كارو ته بلاتاخير ضروري او مستند معلومات او لارښونه ترلاسه شي او هغوي ته به په يوځاے ټولې آسانۍ ترلاسه وي۔وزيراعظم په سنټر د شوې عملې پيشه وره صلاحيتونه او انداز ستائېلو سره هدايت وكړو چې سرمايه كارو ته دې د نړيوال معيار آسانۍ وركړې شي٬هغوي ته په ښه انداز د خذمات وركړه دې باوري كړې شي۔وزيراعظم د دې سنټر قيام لپاره سرمايه كارۍ بورډ او د اړوند وزارتونو هڅې ستائېلو سره ووئېل د هېواد په پاتې برخو كښې دې هم داسې بزنس سنټر جوړ كړے شي۔د سرمايه كارۍ بورډ وزير قيصر احمد شيخ وزيراعظم ته ووئيل د سرمايه كارۍ ودې لپاره دا ډېر لويې اقدام او پېشرفت دے چې د يو چهت لاندې سرمايه كارو ته ټول ضروري معلومات رهنمائي او آسانۍ ترلاسه وي۔وزيراعظم د مركز بېل ډيسكس معائنه وكړه او د آسانيو جاج يې واخست۔وزيراعظم ته اړوندو چارواكو مركز كښې په وركړے شوو آسانيو بريفنګ وركولو كښې ووئيل كوم هم انټر پرائز ته دلته هر ډول رهنمائي وركړې شي٬ د مختلف اړخونو جاج اغستو او ساده طريقه كار د لارې قواعد بشپړولو نه پس ټولې كاروائۍ د لږ نه په لږ وخت كښې آن لائن ترسره كولې شي۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم د ون ونډو بزنس آسانيو مركز پرانسته وكړه۔وزيراعظم ته د بورډ آف انويسټمنټ سپيشل اكنامك زون ونګ لخوا خاص بريفنګ هم وركړے شو۔په دې موقع وفاقي وزيران٬د اسمبلۍ غړي او اړوند اعلٰی سركاري چارواكي هم موجود وو۔










