اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف دانش آئي ټي پارك اسلام آباد د ټيكنالوجۍ د نړيوال معيار مركز جوړولو امر سره ووئيل د پاكستان ځوانانو ته آئي ټي، مصنوعي ځېركتيا او فن ټيك په څانګو كښې جديد مهارتونه رسولو او د آئي ټي انټرپرينيورز لپاره نوې موقعې د پېدا كولو سفر به دوام دار وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان …
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د اسلام آباد دانش آئي ټي پارك په اړه د جاج اغستو غونډه
اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف دانش آئي ټي پارك اسلام آباد د ټيكنالوجۍ د نړيوال معيار مركز جوړولو امر سره ووئيل د پاكستان ځوانانو ته آئي ټي، مصنوعي ځېركتيا او فن ټيك په څانګو كښې جديد مهارتونه رسولو او د آئي ټي انټرپرينيورز لپاره نوې موقعې د پېدا كولو سفر به دوام دار وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د اسلام آباد دانش آئي ټي پارك په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د خبرو په مهال وزيراعظم ووئيل دانش آئي ټي پارك دې د اكيډيميا او انډسټري په مؤثره همكارۍ سره د جديد آئي ټي ايكو سسټم مركز جوړ كړے شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې دانش آئي ټي پارك كښې د نړيوال ټيكنالوجي كمپنو شراكت دارۍ څخه دې اپرېشنز پېل كړے شي او د انفارميشن ټيكنالوجي وزارت دې د دانش آئي ټي پارك اسلام آباد منصوبې كيس جامع سټډي وكړي، د دانش آئي ټي پارك منصوبې دې د تھرډ پارټي آډټ هم وكړے شي۔ په غونډه كښې د آئي ټي برآمدات كښې زياتوالے او په دې سېكټر كښې سرمايه كارۍ ته ودې وركولو لپاره جامع ايكو سسټم په جوړولو بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې ووئيل شول د پاكستان سافټ ويئر ايكسپورټ بورډ (پي اېس اي بي) له مخې 50 نجي ودانۍ په سافټ ويئر ټيكنالوجي پاركس كښې اپ ګرېډ كړې شوې دي او په هېواد كښې د اسټارټ اپس معاونت لپاره 8 انكيوبيشن سينټرز جوړ كړے شوي دي او د آئي ټي پروفيشنلز ته سهولتونه وركولو لپاره 105 وركنګ سپيسز فعاله دي۔په بريفنګ كښې زياته كړې شوه چې دانش آئي ټي پارك اسلام آباد كښې آپريشنز لپاره د ټيكنالوجي نړيوالو كمپنو سره رابطې روانې دي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مصدق مسعود ملك، احد خان چيمه، عطا الله تارړ، شزه فاطمه خواجه، وزير مملكت بلال اظهر كياني او اعليٰ سركاري چارواكو ګډون كولو۔










