وفاقي حکومت به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبر پښتونخوا ملاتړ كوي۔محسن نقوي

پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي د ګل په ورځ د دې عزم پخلے وكړو چې وفاقي حکومت به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبر پښتونخوا بشپړ ملاتړ كوي او د صوبې د قانون نافذ کوونكو ادارو قوي كولو لپاره به هر ممکن مرسته كوي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ده په ګورنر هاؤس كښې د صوبائي ايپکس …

پېښور 12 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي د ګل په ورځ د دې عزم پخلے وكړو چې وفاقي حکومت به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبر پښتونخوا بشپړ ملاتړ كوي او د صوبې د قانون نافذ کوونكو ادارو قوي كولو لپاره به هر ممکن مرسته كوي۔د پېښور ګورنر هاؤس وياند له مخې ده په ګورنر هاؤس كښې د صوبائي ايپکس کمېټۍ غونډي ته وينا كوله د كومي مشري چې  ده د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي سره په ګډه كوله۔د كورنيو چارو وزير ووئيل وفاقي حکومت صوبه كښې د ترهه ګرۍ په ښه ډول مقابلې کولو او امن و امان په ځائے ساتلو لپاره د خېبر پښتونخوا پوليس او کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) د كار استعداد زياتولو په خاطر هر ممکن مرسته كوي چې پكښې ضروري وسائل او سازوسامان وركول شامل دي۔ده د هېواد تحفظ لپاره د خپلو فرائضو ترسره كولو په مهال  د عظيمو قربانو په وركولو د خېبر پښتونخوا پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دې فورس د سختو سکيورټي چيلنجونو باوجود د مثالي مړاني او عزم څرګندونه كړي۔سيد محسن نقوي ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې کاميابي ترلاسه كول هغه وخت په ښه ډول ممکن ده كله چې صوبائي حکومت د كوټلو او پرله پسې هڅو د لارې د دې لعنت د مقابلې كولو قيادت وكړي۔۔ ده زور راوړو چې امن و امان په ځائے ساتلو په اړه آئيني ذمه وارو او فرائض په ښه ډول تر سره کولو ته اړتيا ده۔د كورنيو چارو وزير ووئيل وفاقي او د خېبر پښتونخوا حکومتونه اوس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو موتے دي او صوبه كښې د تل پاتي امن بحالۍ له به په كډه كار كوي۔ده د مشاورتي کونسل غړو پشمول په اړوندو ډلو زور راوړو جې په دې سختو حالاتو كښې ثابت قدم پاتي شي او د مړاني مظاهره وكړي۔ سيد محسن نقوي ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس د امن لپاره د خپل عزم مظاهره وكړه او د آئين ترمخه  د ګورنر راج او ايمرجنسي نفاذ نه پس د صوبې په كومه هم برخه كښې ناوړه پېښه نه ده رپوټ شوې۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس امن، استحکام او پرمختګ له خوښې لري۔ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد  د زيرو ټالرنس (سخته رويه) به خپلولې شي او  د خېبر پښتونخوا اولس به ډير زر د دې لعنت په ضد ښكاره اقدامات اوويني۔په غونډه كښې د پېښور كور کمانډر ، د خېبر پښتونخوا چيف سيکرټري فخرِ عالم عرفان، انسپکټر جنرل آف پوليس ذوالفقار حميد،  د مشاورتي کونسل غړو او داعليٰ سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں