د خام تېلو د لوړو بیعو باوجود د روان مالي کال په مهال د پاکستان د اقتصادي ودې کچه له 4 سلنې څخه زیاته امكان لري٬ د زرمبادله زېرمې مستحكمولو له د مجوزہ 10 اربه ډالرو سهولت لپاره امريكې سره خبرې روانې دي: د خزانې وزير رائټرز سره مركه

اسلام آباد۔12اکتوبر  (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب وئیلي دي د خامو تېلو د لوړو بیعو باوجود د روان مالي کال په مهال د پاکستان د اقتصادي ودې کچه له 4 سلنې څخه زیاته امكان لري۔ د ګل په ورځ په بنكاك كښې د آئي اېم اې اېف او نړيوال بنك د کلنۍ غونډې په څنډه کښې د برتانوي خبري اژانس رویټرز سره په مرکه …

اسلام آباد۔12اکتوبر  (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب وئیلي دي د خامو تېلو د لوړو بیعو باوجود د روان مالي کال په مهال د پاکستان د اقتصادي ودې کچه له 4 سلنې څخه زیاته امكان لري۔ د ګل په ورځ په بنكاك كښې د آئي اېم اې اېف او نړيوال بنك د کلنۍ غونډې په څنډه کښې د برتانوي خبري اژانس رویټرز سره په مرکه کښی وفاقي وزير ووئيل پاكستان د خپل ضرورت له مخې د ايندھن زيات مقدار ترلاسه كولو كښې بريالې شوے دے چې له امله يۍ په هېواد کښې د ايندھن کمے نشته ۔ د کرنې په څیر مهمې څانګې هم د فشار باوجود د ښه فعالیت څرګندونه كوي۔ زه باور لرم چې مونږ به 4 سلنې څخه د زياتې ودې كچه ترلاسه کړو۔ وفاقي وزير ووئيل حکومت د ګرانۍ په معامله هم ژور نظر ساتي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان تېره اونۍ آئي اېم اېف سره د سټاف كچې لوظنامه كړې ده چې ورسره د پراختيا فنډ سهولت او موسمياتي پروګرام لاندې نزدې د 1.21 ارب ډالره مالي مرستې لاره هوارېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د زرمبادله زېرمو استحكام له د مجوزہ 10 اربه ډالرو سهولت لپاره امريكې سره خبرې روانې ساتلې دي۔ د نجکارۍ ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل د 5 ٬ 6 ادارو چارې به د روان كال په مهال ترسره كړې شي۔ دې اقدامات سره د يو ارب ډالرو څخه  زيات ترلاسه كېدے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د نجكارۍ په اړه زمونږ دريځ ښكاره دے ٬ مونږ غواړو چې نجي څانګه د هېواد مشري وكړي۔ ده ووئيل د حكومت كردار يو داسې په زړه پورې چاپېريال برابرول دي په كوم كښې چې د نجي څانګې هر ډول مرسته وكړې شي

مزید خبریں