اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب د وي-20 موسمياتي ماليات تګږارې لپاره د پاكستان د مرستې پخلي كولو سره په دې د موثر عملدرآمد او د مالياتي ذمه وارو د ترسره كولو په ضرورت زور راوړے۔ ده دا خبرې په بنكاك كښې د نړيوال بېنك او آئي اېم اېف د كلنه غونډو په موقع د وي-20 17مې وزارتي مكالمه كښې د ګډون …
پاكستان د وي-20 د موسمياتي مالياتي تګلارې مرستيال دے، په دې موثره عملدرآمد ته اړتيا ده۔ سينيټر محمد اورنګزېب
اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب د وي-20 موسمياتي ماليات تګږارې لپاره د پاكستان د مرستې پخلي كولو سره په دې د موثر عملدرآمد او د مالياتي ذمه وارو د ترسره كولو په ضرورت زور راوړے۔ ده دا خبرې په بنكاك كښې د نړيوال بېنك او آئي اېم اېف د كلنه غونډو په موقع د وي-20 17مې وزارتي مكالمه كښې د ګډون په مهال كړې۔ ده د پاكستان كلائميټ پراسپيرټي پلان په تېيارۍ او موسمياتي ماليات ترلاسه كولو لپاره د سرمايه كارۍ جوګه منصوبو په رامخې ته كولو كښې د وي-20 د مرستې ستائنه وكړه۔ د مالياتي ذمه وارو په اهميت رڼا اچولو سره ده ووئيل موسمياتي چيلنجز او د جغرافيائي و سياسي غير يقيني صورتحال مخنيوي لپاره د هېواد او بهرنے مالياتي ګنجائش قوي كول ضروري دے۔ ده د ماحول دوسته سرمايه كارۍ فعاله كولو په موقع رڼا اچولو سره د پاكستان د وړومبي ګرين پانډا بانډ حواله وركړه۔ ده د مجوزه فنډ اقدام هركلي كولو سره د مشتركه ذمه وارۍ، ځواب وركولو او د موثره عملدرآمد په اهميت زور راوړو۔ د خزانې وزير د لاس اينډ ډيميج فنډ مثال وركولو سره خبردارے وركړو چې موسمياتي اقدامات يوازې تر اعلانات او لوظونو محدود پاتې كول پكار نه دي بلكې په دې بايد موثره عملدرامد وكړے شي۔ ده د موسمياتي ماليات په اړه د وي-20 تګلارې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د پاكستان د مرستې پخلے وكړو










