پاكستان د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړي، افغان خاورې څخه كېدونكې ترهګرۍ په هېڅ ډول د قبلولو نه ده٬ حكومت سره خېبر پښتونخوا كښې له اېمرجنسي لګولو پرته بل هېڅ آپشن نه  ؤ پاتي : نائب وزيراعظم اسحاق ډار

اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار ترهګري منطقې او نړۍ لپاره لوې چېلنج ګرځولو سره وئيلي دي  افغان خاورې څخه روانه ترهګړي په هېڅ ډول د قبلولو نه ده ٬ د افغانستان له لوري په پاكستان ترسره كېدونكي بريدونه بايد بند كړے شي ، د اولس د ځان او مال تحفظ ٬ د ملي معيشت استحكام او د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې به هرې يوې صوبې …

اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار ترهګري منطقې او نړۍ لپاره لوې چېلنج ګرځولو سره وئيلي دي  افغان خاورې څخه روانه ترهګړي په هېڅ ډول د قبلولو نه ده ٬ د افغانستان له لوري په پاكستان ترسره كېدونكي بريدونه بايد بند كړے شي ، د اولس د ځان او مال تحفظ ٬ د ملي معيشت استحكام او د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې به هرې يوې صوبې له خپل كردار ترسره كول وي ، په خېبر پښتونخوا كښې اېمرجنسي لګول كومه آسانه پرېكړه نه وه ٬ حكومت سره د اېمرجنسي له لګولو پرته بل كوم آپشن نه  ؤ پاتي ٬ پرلتونو او احتجاج معيشت زيات زيان سره مخ كړے دے٬ قانون نافذ كوونكې ادارې ترهګري ختمولو له شپه او ورځ هڅې كوي، پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې ځانګړې قربانۍ وركړی دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ دلته د انسټی ټیوټ آف سټرېټجک سټډیز اسلام آباد (آئی اېس اېس آئی) تر سېوري لاندې په پاكستان كښې د ترهګرۍ بدلېدونكې منظرنامې  اړوند نړيوال كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ اسحاق ډار ووئيل ترهګري منطقې او نړۍ لپاره لوي چېلنج دے، پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د ځانګړو قربانيو داستان رقم كړے ، پاکستان همت او په مړانې سره د ترهګرۍ مقابله كړې ده٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان معيشت ته زيات زيان ورسېد، په دې جنګ كښې پاكستان 90 زره څخه د زياتو ځانونو قرباني وركړې ده٬ نړۍ له به د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د پاكستان د قربانيو اعتراف كول وي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې به هرې يوې صوبې له خپل كردار ترسره كول وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې ترهګري ختمولو له په عصري بنيادونو كار شوے دے، قانون نافذ كوونكې ادارې د ترهګرۍ ختمولو له شپه او ورځ ستړې كوي، چیف آف آرمی سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د ترهګرۍ ختمولو عزم لري۔ ده ووئيل د فیلډ مارشل سید عاصم منېر په مشرۍ كښې د ورځې په بنياد امنيتي ځواكونه د ترهګرو خلاف آپرېشنز كوي۔ سېنېتراسحاق ډار ووئيل د ترهګرۍ په چارو خبرو اترو له ما د افغانستان دورې كړي ٬ ده په افغان رجيم پرله پسې زور راوړو چې هغه خپله خاوره د پاكستان خلاف ترهګرۍ له ورنكړي٬ پاكستان افغانستان څخه يوه غوښتنه كوي چې هغه  د پاكستان خلاف د خپلې خاوره كارېدو اجازه چا له ورنه كړي۔ ده ووئېل په اګست 2025ء كښې د پاکستان، چین او افغانستان درې اړخيزه غونډه هم شوې خو افغان چارواكو خپل لوظونه تر سره نه كړل۔ اسحاق ډار ووئيل پاکستان د بشري خواخوږۍ  په بنياد د افغانستان زياته مرسته كړې ده۔ ده ووئيل د افغان خاورې څخه پاكستاني وګړي په نخښه كولې شي ، د جعفر اېکسپرېس هائی جېک كولو منصوبه هم افغانستان كښې جوړه شوې ٬ افغان طالبان رجیم بايد ترهګرو ته د وسلې وركولو په شمول د هغوي هر ډول مرسته  بنده كړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د ترهګرۍ فتنې خلاف د پاكستان مرسته وكړي۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل د پرتونو او احتجاجونو له امله معيشت زيات زيانمند شوے دے۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې ترهګري ختمولو له به ټول وسائل كارولې شي۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان په نړيواله كچه ترهګري ختمولو له په بېلو فورمونو كار كوي٬ مونږ د قانون نافذ كوونكو ادارو د كار استعداد زياتولو له نړيوالې مرستې ته اړتيا لرو۔ ده ووئيل په اسلام كښې د انتها خوښۍ او ترهګرۍ هېڅ ګنجائش نشته ٬ د مذهب په جامه كښې چا له هم د ترهګرۍ اجازت وركړې كېدې نه شي۔ اسحاق ډار وويل پاكستان د شخړو سوله ايز حل غواړي ، اوس نړۍ پاكستان د امن خوښونكي هېواد په توګه پېژني ، منطقه كښی امن لپاره د پاكستان هڅې له چا پټې پناه نه دي ، د پاكستان خلاف منفي پروپېګنډا كونكي به تل ناكامه پاتې كيږي۔ ده ووئيل پاكستان نړۍ ته د هر ډول ترهګرۍ مخنيوي كولو لاره ښودلې ده۔ د مكه مشتركه دفاعي لوظنامې ذكر كولو سره ده ووئيل د دې لوظنامې بنيادي مقصد په منطقه كښې امن په ځاے كول دي ، مکه دفاعة لوظنامه د كوم هېواد خلاف نه ده ٬ نړۍ د ترهګرۍ او جنګونو په شمول يو شمېر چېلنجونو سره مخ ده۔ د دې هېډ كوارټر په رياض كښې دے۔ د مشتركه دفاعي لوظنامې لاندې يوه كمېټي هم جوړه كړې شوې ده

مزید خبریں