اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاكستان تر نړيوال مالياتي بازار ته رسنه زياتولو، د بهرنيو پورونو د اډائيګۍ موده اوږدولو او د سرمايه كارۍ ذريعې متنوع كولو په تګلاره عمل كوي، په مېنځني ختيز كښې د جاري شخړې او د تېلو د لوړې بيعې باوجود به د هېواد معيشت سږ كال د 4 فيصد نه زياته شرح نمو ترلاسه …
د پاكستان نړيوال مالياتي ماركيټ سره رجوع، د بهرنيو پورونو موده زياتولو او كريډټ ريټنګ تر ډبل-بي بوتللو لپاره عزم لرو۔ د وفاقي وزيرمحمد اورنګزيب بلوم برګ سره مركه
اسلام آباد 12 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پاكستان تر نړيوال مالياتي بازار ته رسنه زياتولو، د بهرنيو پورونو د اډائيګۍ موده اوږدولو او د سرمايه كارۍ ذريعې متنوع كولو په تګلاره عمل كوي، په مېنځني ختيز كښې د جاري شخړې او د تېلو د لوړې بيعې باوجود به د هېواد معيشت سږ كال د 4 فيصد نه زياته شرح نمو ترلاسه كړي، د پاكستان پخپلواكه كريډټ ريټنګ كښې تېر كال د اپرېل نه تر اوسه درې ځله ښه والے راغلے دے او د حكومت هدف هېواد ډبل-بي كيټيګري ته راوستل دي۔ د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) او نړيوال بينك د كلونو غونډو په موقع بلوم برګ سره خپلې مركه كښې ده ووئيل پاكستان د څلورو كالو دمې نه وروستو نړيوال مالياتي ماركيټ سره په كاميابۍ سره رجوع كړې ده٬ په دې وروستو كښې د جاري شوې درې اربه ډالرو د يورو بانډز لپاره د سرمايه كارو لخوا په مجموعي توګه د 6 اربه ډالرو وړاندېزونه تر لاسه شوي، كوم چې د جاري كړي بانډز د ماليت نه دوه چنده زيات دي، زياتره سرمايه كارو اروپا او امريكا سره تعلق لرلو او د اسيا او د مېنځني ختيز سرمايه كارو په دې كښې برخه اخستې ده ۔ ده ووئيل پاكستان مېنځنۍ مودې لپاره د پورونو د لائحې مقصد يوازې مالي ضرورتونه ترسره كول نا بلكې د پورونو پائيداري باوري كول، د بهرنۍ پورونو ستنولو موده زياتول او مالي وسائل ترلاسه كولو متنوع ذريعې جوړل دي، حكومت په دې لړ كښې اسلامي سكوك او په وړومبي ځل په ډالر كښې خو په پاكستانۍ روپۍ كښې د ماليت ساتلو بانډز اجراء كولو لپاره چمتوالے نيسي، په دې بانډز كښې هم د سرمايه كارو لخوا دخوښۍ څرګندونه روانه ده۔ ده ووئيل پاكستان سږ كال اپرېل كښې د 75 كروړه ډالر نجي پليسمنټ كړے او د پانډا بانډ ماركيټ څخه هم رجوع شوې٬ په دې ماركيټ كښې د يو ارب ډالرو جاري كولو منظوري ترلاسه ده، چې پكښې تر اوسه د 25 كروړه ډالرو بانډز جاري كړې شوي دي،حكومت به د بانډز اجراء لپاره تجويزونه غواړي او موجوده يورو بانډز ته به د ډيجيټل ټوكنز شكل وركولو د امكاناتوهم جاج اخلي٬ د دې اقداماتو د وخت او د حجم تعين به د بانډز بيعې، مودې او د نړيوال مالياتي ماركيټ حالاتو تر مخه كولې شي۔ ده ووئېل امريكې څخه د 10 اربه ډالرو په سهولت د خبرو اترو په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل امريكې څخه د مجوزه 10 ارب ډالرو ايكسچينج سټيبلائزيشن سهولت پشمول بېلو څانګو كښې خبرې روانې دي خو په دې لړ كښې اوس كومه حتمي لوظنامه نه ده شوې٬ پاكستان تر نړيوال مالياتي ماركيټ رسنه او سرمايه كاري ترلاسه كولو لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي ۔ ده ووئيل د پاكستان د زرمبادله پانګې څو اوونۍ وړاندې 21.4 ارب ډالره ته رسېدلې وې كومې چې د دريو ماشتو درامدات لپاره كافي دي۔ ده ووئيل سږ كال په دريو وړومبو مياشتو كښې حكومت د ټيكس وصولۍ هدفونه سر كړې دي، پاكستان كښې د ټيكس ټو جي ډي پي تناسب اوس ډبل ډيجټ ته راغلے دے او د محصولات په حواله پېشرفت د ډاډ وړ دے۔ ده ووئيل په مېنځني ختيز كښې د مارچ راهسې د روانې شخړې باوجود پاكستان د ايندھن ضرورتونه ترسره كولو كښې كامياب پاتې دے٬ اكتوبر لپاره د اېندهن ضرورتونه ترسره دي او نومبر لپاره د خام تيلو او مائع قدرتي ګيس (ايل اين جي) روكولو لپاره انتظامات كوٶ۔ ده ووئيل حكومت په مېنځني ختيز كښې د روانې شخړې اثرات، په خاص توګه د تېلو بيعې، ګرانۍ او په معاشي نمو د فشار مسلسل جاج اخلي دغسې چې معاشي استحكام او د اولسي ضرورتونو تحفظ لپاره په وخت اقدامات وكړے شي۔










